Language

امنيه قوماندان: پاکستاني پوځيانو د دواب پر پوستو بريدونه کړي

جلال اباد (پژواک ٢٨ لېندۍ٩١): د نورستان امنيه قوماندان وايي، چې د کورني طالبانو په پلوۍ پاکستاني پوځيانو د دواب ولسوالۍ پر پوستو بريدونه کړي دي.

د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني د لېندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې په دواب ولسوالۍ کې د وسلوالو له خوا ځاى، ځاى غلچکي بريدونه کېږي.

هغه زياته کړه، چې پرون د دغو نښتو پر مهال درې وسلوال ووژل شول او يو شمېر نور ټپي شوي دي.

نوموړى وايي، چې په دې نښته د افغان طالبانو ترڅنګ د ګاونډي هېواد پاکستان ځينو پوځيانو هم برخه اخيستې ده.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته د رامنځته شوې نښتې پخلى وکړ او وايي، د يادې ولسوالۍ يوه پوسته يې، چې په سنګ پول سيمه کې موقعيت لري، په خپله ولکه کې راوستې او ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې يې هم ترلاسه کړې دي.

ياده دې وي، د نورستان په دواب ولسوالۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې نښته دوام لري او له امله يې د سيمې ګڼ شمېر اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.