Language

حامدکرزی : افغان طالبان بايد د ورانکارو طالبانو د بهرني ملاتړ مخه ونيسي

کابل ( پژواک ۲۸ ليندۍ ۱۹) : ولسمشر حامدکرزی وايي،چې افغانستان دسولې لپاره د هر ريښتيني اقدام ملاتړ کوي او افغان طالبان بايد د هغو طالبانو مخه ونيسي ، چې دافغانستان د ويجاړولو لپاره له بهر څخه  ملاتړ تر لاسه کوي .

 ولسمشر کرزي په کابل کې له خپل الماني سيال سره په يوه ګډه خبري غونډه کې د سولې د هڅو او وسلوالو مخالفينو د بريدونو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې افغانستان دسولې غږ اوچت کړی، د مخالفينو لخوا د شخصيتونو له وژلو، دښوونځيو او تاسيساتو له ويجاړولو  وروسته يې هم “د سولې غږ ” نه دى پرېښی .

 حامدکرزي زياته کړه ،چې افغانستان دسولې په اړه دنړيوالې ټولنې او افغاني شخصتيتونو د هر ريښتيني اقدام  ملاتړ کړی .

 دده په وينا، افغانستان دسولې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې بله موخه ونه لري او په هغه صورت کې،چې دافغانستان حکومت شک حس کړي ، چې دغه هڅه د بلې موخې لپاره ده ، نو خپل تصميم به ونيسي .

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په روانه اونۍ کې دسولې دعالی شورا ، وسلوالو مخالفينو او سياسی ګوندونو استازي په افغانستان کې دسولې دتامين لپاره په پاريس کې سره جرګه شي .

ولسمشرکرزي وويل : دوسلوالو مخالفينو هغه بريدونه ، چې دسولې دخبرو اترو ترڅنګ سرته رسېږي ، دافغانستان خلک به يې هېر نه کړي .

دده په وينا،”افغان طالبان چې دافغانستان د خاورې دي” ، بايد دسولې دتامين لپاره هغه لاسونه ور لنډ کړي ، چې له بهره يې ملاتړ کېږي او په دغه هېواد کې ورانکارې کړنې تر سره کوي .

 دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ دوسلوالو طالبانو لخوا د کابل په څرخي پله سيمه کې بريد وشو او دحکومتي مسوولينو په وينا ، په کې يوتن ووژل شو او ۱۵ نور ټپيان شول .

په ورته وخت کې بيا لس ورځې وړاندې ، دافغانستان دملي امنيت عمومي رييس اسدالله خالد ديوتن لخوا، چې ځان يې د طالبان دسولې پيغام راوړونکی معرفی کړی و ، ټپي شو .

کرزي په نننۍ خبري غونډه کې وويل ، چې افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو لېږد کومه ستونزه نه ده ، ځکه نړيوالې ټولنې او المان له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې ده .

 کرزي وويل ، چې دافغانستان او المان دوستي په ۱۹ پېړۍ کې دامان الله خان دسلطنت پر مهال ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوستۍ تړون په لاسليکولو سره غښتلې شوه او تر دغه مهاله په کې پرته له کومې تشې دوام لری .

ده له افغانستان سره دالمان له مرستو دمننې په کولو سره وويل ،چې المان له تېرو لسو کلونو راهيسې د افغانستان مرستندوی پاتې شوی دی .

دالمان ولسمشر يواخيم ګوک په دغه خبري غونډه کې وويل ، چې له افغانستان سره به يې د هېواد مرستې له ۲۰۱۴ کال څخه  وروسته هم دوام ولري او افغانستان به يواځې پرېنږدي .

هغه زياته کړه ، چې دافغانستان حکومت هم په افغانستان کې دسولې لپاره هڅې کوي .

 دالمان ولسمشر هيله څرګنده کړه ، چې دافغانستان دپرمختګ لپاره يې هڅې وشي .

دالمان ولسمشر ديوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دغښتليتا په موخه نن سهار کابل ته راغی .

  ټاکل شوې ، چې دالمان ولسمشر  پر حامدکرزي سربېره  له نورو لوړو پوړو افغان چارواکو سره هم دليدنو په ترڅ کې په مختلفو مسايلو خبرې وکړي .

المان په افغانستان کې دايساف تر چتر لاندې ۴۳۰۰ سرتېري لري ، چې دهېواد په شمالي ولايتونو کې مېشت دي او په تېرو لسو کلونو کې ترې ۵۳ تنه وژل شوي دي .