Language

د چپرهار د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

 جلال اباد (پژواک ٢٨ليندۍ ٩١): د چپرهار د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره له کابل څخه د راغلي پلاوي له خوا نغدي مرسته وشوه.

 په قومونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار او د پلاوي مشر شجاع الملک محمد جلال د ليندۍ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د حامد کرزي په لارښوونې دغه سيمې ته راغلى، ترڅو د ولسمشر له خوا مرسته شوې پيسې د قربانيانو کورنيو ته ورکړي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولت زيو په سيمه کې، پرون سهار د يوې چاودنې له امله ١١ نجونې، چې د خسو او لرګيو راټولولو په موخه راوتلې وې، ووژل شوې.

په دې چاودنه کې دوه نجونې او څلور هلکان ټپيان شوي هم دي.

شجاع الملک  زياته کړه: ((د هرې شهيدې له کورنۍ سره سل زره افغانۍ او د ټپي له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ مرسته وشوه.))

 دى وايي، د پېښې د قربانيانو کورنيو ته يې د حامد کرزي له خوا د تسليت مراتب وړاندې کړل.

 د چپرهار ولسوالۍ د شعيب د کلي يوه اوسېدونکي ګل محمد، چې په دغې پېښه کې يې يوه لور وژل شوې وه، له ولسمشر څخه د مننې ترڅنګ وويل، چاودېدلى ماين پخوانى و.

 خو نوموړي د ماين پاکۍ پر موسسو نيوکه وکړه، چې په سيمه کې يې په رښتيني ډول کار نه دى کړى.