غزني ښار (پژواک ٢٨ لېندۍ ۹۱): د کابل-کندهار د لويې لارې مسافر او يو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې په دې وروستيو کې پر دغه لاره د موټر چلوونکو او په ځانګړي ډول د ۳۰۳ ډوله موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي.
د دوى په خبره، دغه ترافيکي پېښې ډېرې د غزني ولايت په اړوند سيمو کې رامنځ ته کېږي.
د زابل ولايت اوسېدونکي لعل پاچا، چې غزني ته له کابل څخه په يو ۳۰۳ ډوله موټر کې راغلى، پژواک اژانس ته وويل، چې زياتې ترافيکي پېښې د ټېلر او ۳۰۳ ډوله موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((۳۰۳ ډوله موټر دومره ګړندى تګ کوي، چې له قانون سره هېڅ سر نه خوري او علت يې هم دا دى، چې له نورو موټرو څخه ژر خپل ټاکلي ځاى ته رسيږي، څو د نوموړي شرکت د مشر له لوري تر فشار لاندې رانه شي.))
د ده په وينا، هغه کسان چې اقتصادي حالت يې ښه نه وي او د يادو موټرو کرايه يو څه ارزانه وي، نو اړ دي، چې په داسې موټرو کې سفر وکړي.
د غزني يو اوسېدونکى محمداکبر بيا پر دې لاره د ترافيکي پېښو د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو له لوري د نشه يي توکو کارول په ګوته کوي.
نوموړى وايي، چې د غټو موټرو ډېرى چلوونکي په نشه يې توکو روږدي دي او کله چې دوى د شپې له لوري سفر کوي، نو دوى نشه يي توکي په دې موخه کاروي، چې د لارې په اوږدو کې د موټر چلولو پر مهال ويښ واوسيږي.
د هغه په وينا، دغه موټرچلوونکي بيا دې ته فکر نه کوي، چې کله څوک نشه يي توکي وکاروي، نو هغه بيا په خپل عادي حالت کې نه وي.
محمداکبر وويل: ((هر کله چې زه سفر کوم، نو له دغه ډول چلوونکو سره مخ کېږم او کله چې نشه يې توکي وکاروي، نور په ځان نه وي خبر او موټر ترېنه بې اختياره کېږي.))
د هغه په خبره، ګڼ شمېر موټر چلوونکو ته د خلکو ژوند هېڅ اهميت نه لري.
خو د کابل-کندهار د لويې لارې يوه موټر چلوونکي احمدالله قريشي بيا پژواک اژانس ته وويل، چې ډېرې ترافيکي پېښې د غزني په يو شمېر سيمو کې د نا امنيو له امله رامنځ ته کېږي، ځکه موټر چلوونکي هڅه کوي، له دغو سيمو څخه ژر ځانونه وباسي.
د هغه په وينا، د دې لارې په اوږدو کې د ميدان وردګو او غزني اړوند سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې وي او موټرچلوونکي هڅه کوي، چې له نا امنو سيمو ژر تېر شي.
نوموړى وايي: ((څو ځلې زه خپله پر کمين ور برابر شوى يم، نو اوس مجبور يم، چې خپل ځان له سيمې څخه وباسم او ګړندى تګ وکړم.))
بلخوا د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي هم پژواک اژانس ته وويل، چې د روان لمريز کال له پيله تر اوسه په غزني کې ډېرې ترافيکي پېښې رامنځ ته شوې دي.
د هغه په وينا، د کال له پيله تر اوسه ۹۸ ترافيکې پېښې رامنځته شوي، چې له ۳۰۰ څخه ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه شمېر کې له نيمايي ډېر کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او نور يې ټپيان دي.
د ترافيکو مدير دغه ترافيکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله بولي او وايي، چې زياتره پېښې د ۳۰۳ ډوله موټرو له امله رامنځ ته شوې دي.