چاريکار (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩١): د پروان ولايت چارواکي وايي، چې په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د يوه موټر د چپه کېدو له امله درېيو پوليسو ژوند له لاسه ورکړ.
د سرخ پارسا ولسوال سيد فاضل ظفري پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن (د ليندۍ ٢٨مه) مازيګر مهال د سرخ پارسا په دواب سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ولسوالۍ جنايي امر، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې امر او يو پوليس مړه شوي دي.
د ظفري په وينا، د پوليسو رېنجر موټر دواب سيمې ته د امنيتي پوستو ليدو ته روان و، چې د سړک د خرابوالي له امله موټر سيند ته غورځېدلى دى.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې د هغوى جسدونه له سيمې څخه لېږدول شوي او خپلو اړوندو کورنيو ته سپارل شوي دي.