له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال د سرپناه له ستونزې سره مخ دي
جلال اباد (پژواک ٢٨ لېندۍ ٩١):د هېواد ختيځ ته له ګاونډي هېواد پاکستان څخه تازه راستنېدونکي کډوال د سرپناه له ستونزو سر ټکوي.
دوى وايي،چې په پاکستان کې حکومت نه پرېښودل چې ژوند وکړي، خو اوس په خپل هېواد کې د سرپناه ځاى نه لري.
د سرحدي بندر تورخم له لارې هره ورځ لسګونه کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه ننګرهار ولايت ته راستنيږي، چې د مومندرې د کډوالو په مرکز کې ورسره لومړنۍ مرستې کېږي.
دغه مرکز ته د پاکستان له شمشتو مېشت غالي څخه د لېندۍ په ٢٧مه راستون شوي کډوال نايل خان، چې اصل د خوست ولايت دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په خپل ولايت کې د استوګنې لپاره ځاى نه لري، نو اړ دى ، چې د ننګرهار په يوه دښته کې واړوي.
هغه زياته کړه: ((له دغه مرکز څخه چې ووځو، چېرته به کومه دښته کې واړوم، هلته به خېمه ووهو، په خپل کلي کې مې يوه لوېشت ځمکه نشته، دې سخت ژمي کې چېرته لاړ شو.))
نوموړى له دولت څخه غواړي، چې دوى ته د سرپناه لپاره ځاى ورکړي؛ ځکه له يوه پلوه به تر ډېره بېکاره وي او بل اوس له ساړه ژمي سره مخ دى .
د کونړ اوسېدونکى زرمحمد هم ورته شکايت لري، دى وايي، چې له يوې خوا يې په کلي کې امنيتي وضعه ښه نه ده او له بله پلوه خپل کور هم نه لري.
نوموړي پژواک ته وويل، چې په پېښور کې يې ګوزاره ښه روانه وه، خو د پاکستان حکومت مجبور کړل، چې له هغه ځايه کډه را وکړي.
دى وايي: ((اوس زه حيران يم چې که کونړ ته ولاړ شم نو هلته به څه کوم؟ په کوم ځاى کې به اړوم؟ که نور څه نه وي دولت خو دې زموږ د سرپناه مشکل ته وګوري.))
د نوموړي په وينا، د امنيتي ستونزو له امله هم خپل کلي ته نه شي تللى، نو مجبور دى چې د ننګرهار ولايت په يوې دښتې کې کډه واړوي.
له پېښوره راستنې شوې نبيلې وويل، چې په دې څو ورځو کې يې ډېرې سختې ورځې ليدلي، د کډوالو چارو په رياست نيوکه کوي ، چې په خپل وخت کار نه ورته خلاصوي.
هغې زياته کړه: ((موږ پرون ماسپښين راغلي يو او دا دى نن لس بجې شوې ، کرۍ شپه مو په لارۍ کې تېره کړه ، خو د مامورينو درک نشته.))
د نبيلې په خبره، چې که د مهاجرينو رياست په صادقانه ډول کار وکړي، نو هېڅ کډوال به له ستونزو سره مخ نه شي.
په مومندرې ولسوالۍ کې د ننګرهار د کډوالو چارو د رياست استازى انجنير حديدالله، چې د دې څانګې مشري هم کوي، وايي، کارځاى ته له دې امله ناوخته راځي، چې په لاره کې يې د بټي کوټ نا امنه ولسوالۍ ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((هلته په لاره کې يو څه نا امني موجوده ده ، نو د دې په خاطر چې زموږ سره کارکوونکي هم وي؛ ځکه يو څه ناوخته راځو، هسې نه کوم مشکل راولاړ شي.))
د کډوالو د سرپناه د ستونزې په اړه دى وايي، چې دوى په ولايتي دفتر کې يوه کمېټه لري او هغه کسان چې په رښتينې توګه د سرپناه ستونزه لري، هغو ته د سرپناه ستونزه هواروي او په ټاکلو ښارګوټو کې ورته نومرې ورکوي.
دى وايي: ((دغه بورد بيا بررسي کوي او هغه سيمې ته ځي که چېرې هغه کس واقعاً ستونزه ولري، موږ يې ستونزه هوارو.))
د انجنير حديدالله په وينا، دوى له راستنېدونکو کډوالو سره لومړنۍ مرستې کوي، د بېلګې په توګه خېمې، کمپلې او د کور ځينې سامان ورکوي.
هغه زياتوي، چې د ننګرهار له کډوالو سره د يوتن پر سر د سلو ډالرو او د کونړ او لغمان ولايتونو د کډوالو د يوتن په سر د ١٤٧ ډالرو مرسته کوي.
د يادونې ده، چې د پاکستان دولت د روانې ميلادي مياشتې تر پايه کډوالو ته د وتلو امر کړى و، خو تېره اونۍ يې دغه موده د شپږو نورو مياشتو لپاره وغځوله.