Language

 جلال اباد (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩١): سږ کال د ننګرهار په پوهنتون کې له ١١٦٣٠ تنو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کيږي.

 د ننګرهار پوهنتون مطبوعاتي مسوول سيدسميع الله سعيدي پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې له يادې شمېرې څخه شپږمه برخه يې نجونې دي.

 د ده په وينا، د کانکور ازموينه به په ننګرهار پوهنتوکې درې ورځې دوام ولري، چې د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ ٣٠مه) پيل او د شنبې په ورځ (د مرغومي ٢مه) به پاى ته ورسېږي.

 دى وايي، د ننګرهار پوهنتون په ټولو پوهنځيو کې د ٢٧٨٠ محصلينو د جذب توان لري.

 سعيدي زياته کړه: ((موږ سږکال يو ګډ کمېسيون جوړ کړى، انشاءالله سږ کال به هغه شکايتونه چې پخوا خلکو لرل، نه وي.))

 نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د کانکور په ازموينه کې يو شمېر ګډون کوونکي اندېښنه لري، چې په ياد کانکور کې به له اړيکو اوبډو اخيستو څخه کار واخيستل شي.

 سراج يو له هغو کسانو څخه دى ،چې د کانکور په ازموينه کې يې نوم ليکلى دى.

 دى، چې تېر کال يې هم ياده ازموينه ورکړې، وايي:((بس څوک چې پيسې ورکوي او څوک چې اړيکې ولري، هغه کامياب دى؛ هر پوهنځى يې چې خوښ وي، راځي ورته.))

 نوموړى وايي: ((د ده داسې ټولګيوال تېر کال په کانکور کې ښو، ښو پوهنځيو ته بريالي شوي، چې تراوسه د کيميا په تعريف هم نه پوهېږي.))

 يوه بله ګډون کوونکې وجيهه هم ورته اندېښنه لري او وايي، له پلار څخه يې يو چا د دوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې، چې لور به يې طب پوهنځي ته په ذمه وارۍ کاميابوي.

 دې زياته کړه: ((پلار ته مې ويلي و، چې په امتحان کې به ورسره کومک وکړي او سوالونه به ورسره حل کړي.))

 وجيهې د بډې اخيستونکي نوم وانخيست، خو ويې ويل، چې د همدغه پوهنتون کارکوونکي پيسې اخلي او معلوم پوهنځي ته يې بريالۍ کوي.

 خو د ننګرهار پوهنتون د رسنيو مسوول سميع الله سعيدي بيا دا خبره په کلکه ردوي او وايي:

((دا چې دغه پروسه په ښه ډول سرته ورسېږي، سږکال موږ يو ګډ کمېسيون جوړ کړى، هېڅ ستونزه به نه وي.))

 ياده دې وي، چې سږکال د ټول هېواد پوهنتونونه د ٧٤٩٧٠تنو محصلينو د جذب توان او قدرت لري.

 

Related Topics