Language

جلال اباد (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): د تورخم – جلااباد په لويه لار د بټي کوټ د څلورم فارم په سيمه کې ترافيکي پېښې څلور تنه مړه کړي دي.

 د ننګرهار د ترافيکو مدير غلام دستګير رحيمي وايي، تېره شپه ناوخته د بټي کوټ د څلورم فارم په سيمه کې کرولا موټر له يوه هېنو موټر سره ټکر کړى، چې له امله يې د کرولا موټر د چلوونکي په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.

 نوموړى زياتوي، وروسته له پېښې سهار د ترافيکو د حادثاتو ډله سيمې ته رسېدلې، چې د ناپېژاندو وسلوالو له لوري پرې بريد شوى، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

 د بټي کوټ د کلينيک امر ډاکټر عبدالفتاح صديقي وايي، د پېښې له ځايه يې څلور جسدونه ور وړي، چې نن تر ناوخته په کلينيک کې وو.

 ځايي اوسېدونکى ډاکټر امين وايي، چې د پېښې لامل د هېنو موټر د چلوونکي بې احتياطي وه.

 هغه زياته کړه، په دې سيمه کې ډېرى وخت هر څوک هڅه کوي، چې تېز لاړ شي؛ ځکه په دې سيمه کې امنيتي حالات خراب دي، نو همدا لامل دى چې پېښه رامنځته شوې ده.

 ياده دې وي، چې تېره ورځ هم د تورخم-جلال اباد پر لويې لارې د بټي کوټ په حافظ کوډۍ سيمه کې د دوو لاريو د ټکر له امله يو تن مړ او يو بل سخت ټپي شوى و.

 

Related Topics