مزارشريف (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩١): د جرمني ولسمشر وايي، له ٢٠١٤زېږديز کال وروسته به د افغانستان په شمال کې په ملکي او پوځي برخو کې ٥٥٠ميليونه يورو ولګوي.
د جرمني ولسمشر يواخيم گاک چې په مزار شريف کې يې له مارمول کمپ څخه ليدنه کوله، وويل، له يادې مرستې څخه به ٤٠٠ميليونه يورو په ملکي او ١٥٠ميليونه يورو به په پوځي برخه کې لګوي.
ده زياته کړه، د ملکي برخې مرستې به يې د روغتيا، انرژي او برېښنا، ښوونې، مدني ټولنې ته د ښځو لاره پيداکول او داسې نورو برخو کې شاملې وي.
دى وايي، له ٢٠١٤زېږديز کال وروسته د افغانستان په شمال کې د جرمنيانو شتون حتمي دى، خو فعاليت به له پوځي بڼې څخه ملکي ته بدلېږي.
هغه له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د اداري فساد د له منځه وړلو په موخه عملي ګامونه واخلي.
همداراز يې وغوښتل چې له ٢٠١٤کال وروسته، د افغانستان په شمال کې بهرنيو په ځانګړې توګه المانيانو ته د پانګې اچونې لاره هواره کړي.
ګاک وايي، دا چې د افغانستان د ٨٠سلنې خاورې امنيت د افغانانو په لاس کې دى، يوه لاسته راوړنه ده.
دغه راز هغه په نړيواله کچه په افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړ وښود او زياته يې کړه، چې دا خبرې د افغانستان لپاره ګټورې دي.
هېره دې نه وي، چې د جرمني ولسمشر د لړم په ٢٤مه، په يوه ناڅاپي او له مخکې نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راورسېد.
جرمني د ايساف په چوکاټ کې په افغانستان کې ٥٠٠٠ سرتېري لري ، چې په شمالي ولايتونو کې مېشت دي او د شمال قومانده هم د دوى په لاس کې ده او تراوسه يې ٥٣ سرتېري وژل شوي دي.