Language

د بېلابېلو افغان ډلو په ګډون نن د پاريس غونډه پيلېږي

کابل ( پژواک ٢٩ ليندۍ ٩١ ) : د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د لومړي ځل لپاره دافغان  بېلابېلو ډلو په ګډون نن درې ورځنۍ غونډه پيلېږي.

دغه درې ورځنۍ غونډه او خبرې اترې د فرانسې د ستراتيژيکو څېړنو دبنسټ لخوا د فرانسې د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو په همکارۍ په لاره اچول کېږي.

د بي بي سي د راپور له مخې، په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا لومړۍ ځل دى، چې د افغانستان د حکومت سياسي اپوزيسيون او د وسلوالو مخالفو ډلو استازي په يوه غونډه کې سره ګډون کوي.

خو ددې غونډې ټولو ګډونوالو لا دمخه ويلي دي ،چې  په دې غونډه کې به  د سولې په اړه سياسي خبرې اترې کېږي ، دوى به يواځې خپل نظرونه وړاندې کوي.

د بي بي سي دراپور له مخې، په دې غونډه کې د وسلوالو طالبانو استازيتوب په قطر کې ددوى د سياسي د فتر غړي هر يو شهاب الدين دلاور او نعيم وردګ کوي، دلاور  د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په سعودي او پاکستان کې دافغانستان د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.

طالبانو په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې غونډه کې به دوى خپل نظر نړيوالو ته وړاندې کړي، خو له هېڅ يوې ډلې سره به خبرې نه کوي.

دغه راز په دې غونډه کې د حزب اسلامي د وسلوالې ډلې د سياسي چارو  مسوول ډاکټر غيرت بهير هم له يوه درې کسيز پلاوي سره ګډون کوي.

ويل کېږي، چې دافغانستان د حکومت په استازيتوب د ولسمشر سلاکار او دسولې دعالي شورا ددارالانشاء رييس معصوم ستانکزى او ددې شورا غړى حاجي دين محمد ګډون کوي.

بلخوا د دولت دسياسي اپوزيسيون دملي ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا پژواک اژانس ته ويلي و، چې ددوى ډلې غړو ته په شخصي توګه بلنه ورکړل شوې او کېداى شي درې کسان پکې ګډون وکړي.

له دې مخکې د فرانسې دبهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې په دې غونډه کې به ګډونوال په افغانستان کې د روانې جګړې پاى ته رسولو او تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه وړانديزونه کوي.

د بهرنيو چارو وزير لورينټ فابيوس د فرانسې ار اېف اى راډيو پرون د مرکې پر مهال ويلي ، چې افغان ولسمشر حامد کرزي ورته د دې کنفرانس د ملاتړ اشاره ورکړې ده.

هغه زياته کړې ، چې په دې کنفرانس کې دافغان دولت ، سياسي او نظامي اپوزيسيون غړي به د افغانستان د راتلونکي په اړه خپل نظرونه وړاندې کوي.

لورينټ فابيوس ويلي ، چې افغان ولسمشر ددې کانفرانس د ملاتړ اشاره ورکړې ده.

دفرانسې ستراتيژيکو څيړنو دادارې يوتن مسوول کاميل ګرانډ ويلي ، چې ددې غونډې ګډونوال په شخصي توګه  رابلل شوي دي.

هغه زياته کړې، چې د غونډې ګډونوال به د پټو دروازو شاته په ازاده توګه خپل نظرونه وړاندې کوي.

د يادونې ده ، چې له دې مخکې هم دوه ځلې د يادې فرانسوۍ ادارې لخوا دا ډول غونډې ترسره شوي، چې پکې د بېلابېلو ډلو استازو ګډون کړى وو.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار دغه غونډه مهمه بولي او زياتوي، چې دا به د افغانستان پر راتلونکو سياسي او نظامي  حالاتو اغېزه ولري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د لومړي ځل لپاره دافغانستان د شخړې ښکېلې خواوې په يوه غونډه کې راټوليږي او يو د بل له نظرياتو څخه ځان خبروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.