جلال اباد (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): د ننګرهار سوداګرو د حکومت د هغې پرېکړې هرکلى وکړ، چې له دې وروسته به له ٢٠٠١ څخه ټيټ ماډل موټر محصول کېږي.
شاوخوا اوه مياشتې مخکې د وزيرانو شورا پرېکړه کړې وه، چې له ٢٠٠١ کال څخه ټيټ ماډل موټر به نه محصول کېږي، چې له امله يې سوداګر له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي وو.
د ننګرهار سوداګرو د لېندۍ په ٢٩مه په جلال اباد ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د حکومت پر نوې پرېکړې خوښي څرګنده کړه.
دوى ويل، چې ولسمشر کرزي يادو موټرو ته د جواز ورکولو او ګمرکي محصولو اجازه ورکړې ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ د خونې مسوول انجنير محمدقاسم يوسفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو مياشتې وړاندې د وزيرانو شورا د ټولو هغو موټرونو ګمرکي محصول بند کړى و، چې ماډل يې له ٢٠٠١ څخه ټيټ و.
د هغه په وينا، يو شمېر سوداګرو ډېر موټرونه راوړي وو، چې تاوان يې له هر څه زيات و، نو په همدې اساس اوس دغه محصول د روان کال تر پايه پورې خلاص شوى دى.
د ننګرهار د ګمرک رييس احسان الله کامه وال وايي، چې د روان کال تر پايه به هغه موټر محصول کېږي کوم چې له سرحده را اوښتي وي.
نوموړي زياته کړه: ((نور موټر به له بهر نه په ټيټ ماډل کې نه راځي او که راشي موږ يې ګمرکي محصول نه کوو.))
کامه وال پژواک اژانس ته وويل، چې د ټيټ ماډل موټرو محصول له تېرو څو مياشتو راهيسې بند و، چې د سوداګرو له خوا د ډېرو هڅو په پايله کې د روان کال تر پايه خلاص شو.
د موټرو يو سوداګر حاجي ملنګ وايي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په دې برخه کې ډېرې منډې ترړې کړې دي.
هغه پژواک ته وويل: (( ډېر اعتصابونه مو وکړل، ډېر مشکلات مو وګالل، اوس ښه شو مشرانو پر موږ رحم وکړ.))
دى وايي، چې نور به له بهر څخه ټيټ ماډل موټر نه راواردوي.