Language

 کابل (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): پخوانى طالب چارواکى وکيل احمد متوکل، په پاريس کې د افغانستان د سولې لپاره جوړېدونکې غونډه د ښکېلو خواوو ترمنځ د شته واټن او منفي فکرونو په لرې کولو کې اغېزمنه بولي.

ټاکل شوې چې د پاريس درې ورځنۍ غونډه نن د فرانسې د ستراتيژيکو څېړنو د بنسټ له خوا د فرانسې د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو په همکارۍ جوړه شي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي، د وسلوالو طالبانو، د دولت اپوزېسيون او د سولې عالي شورا استازي ګډون کوي.

 د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل نن له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دا يوه خپلمنځي، مشورتي، غير اجرائيوي او د نظرياتو وړاندې کولو غونډه ده.

متوکل دې غونډې ته نه دى وربلل شوى، خو وايي، چې په دې غونډه کې شهاب الدين دلاور او محمد نعيم وردګ د وسلوالو طالبانو استازيتوب کوي.

د هغه په وينا، ياد دواړه کسان دا مهال په قطر کې د طالبانو د احتمالي جوړېدونکي سياسي د فتر غړي دي.

طالبانو ويلي، چې په غونډه کې ګډون کوي، خو د سولې په اړه په کې خبرې نه کوي.

طالبانو په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې غونډه کې به طالبان د افغانستان د حالاتو په اړه خپل دريځ او موقف په مستقيمه توګه تر ګډونوالو او نړيوالو ورسوي.

د طالبانو د دې پرېکړې په اړه متوکل وايي: “زه فکر کوم چې د دغسې مجلسونو د اصلي ماهيت روند همداسې دى چې، دا کوم نماينده خبرې نه دي، مخامخې خبرې نه دي، مسايلو باندې بحث او ګفت و شنود نه دى، يواځې هره غاړه يا جريان خپل نظريات وايي.”

سره له دې چې په غونډه کې وسلوال طالبان د سولې پر خبرو نه غږېږي، خو د متوکل په باور، داسې غونډې په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو په ټپه درېدلي حالت ته په کتو د خبرو د پيل په توګه ګټورې دي.

دى وايي: “د سولې په خبرو اترو کې دغسې پړاو ته هم ضرورت وي، چې رکود او انجماد مات کړي، د اول ځل لپاره که څه هم د خپلو نظرياتو د ورکولو لپاره وي، په مشورتي ډول باندې وي، نه د خبرو اترو په معنى باندې، دا خپله يوه مرحله ده چې زه فکر کوم ورته ضرورت دى.”

دى وايي، چې دا ډول غونډې د ښکېلو خواوو ترمنځ د شته واټن او منفي فکرونو او برداشت په لرې کولو کې اغېزمنې دي.

متوکل زياته کړه: “انساني طبيعت دا دى، دوه انسانان چې سره وګوري او وطنداران وي، ځيني مشترکات هم ولري، خو بېلوالى هم ولري، د هغوى يو له بل سره کېناستل او خبرې کول، دا هم يوه مرحله ده، چې زه فکر کوم په خپل ذات کې اهميت لري.”

له دې مخکې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، چې په دې غونډه کې به ګډونوال په افغانستان کې د روانې جګړې پاى ته رسولو او تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه وړانديزونه وکړي.

د فرانسې ستراتيژيکو څېړنو د ادارې يوه مسوول کاميل ګرانډ ويلي، چې د دې غونډې ګډونوال په شخصي توګه رابلل شوي دي.

هغه زياته کړې، چې د غونډې ګډونوال به د پټو دروازو تر شا په ازاده توګه خپل نظرونه وړاندې کوي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم دوه ځلې د يادې فرانسوۍ ادارې له خوا دا ډول غونډې ترسره شوي، چې په کې د بېلابېلو ډلو استازو ګډون کړى وو.

تېره ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دولت يې د سولې د هرې حقيقي هڅې ملاتړ کوي.

Related Topics