Language

 جلال اباد (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): په لغمان کې ٢٠١ سېلاب قول اردو نن د يوه ښوونځي له زده کوونکو سره د يو شمېر توکو مرسته وکړه.

 د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده مرسته چې د دوه سوه زره افغانيو په ارزښت وه، د لغمان د کارېز د لومړني ښوونځي له زده کوونکو سره وشوه.

 ده زياته کړه: ((په دې مرسته کې قلمونه، بکسونه، راډيوګانې، د لوبو ځيني سامانونه، ترپالونه او نور ژمني توکي شامل دي.))

 د نوموړي په وينا، دغه مرستې يې د ياد ښوونځي پر ٢٢٠ زده کوونکو ووېشلې.

 وزيري د سيمې له قومي مشرانو وغوښتل، چې د يادې سيمې په امنيت کې دې له ملي اردو سره همکاري وکړي.

 دى وايي: ((تاسو بايد له موږ سره مرسته وکړئ، له خپلو بچو سره مرسته وکړئ، هر مشکوک کس مو چې وليد، نو موږ ته اطلاع راکړئ.))

 د ياد ښوونځي ښوونکي او زده کوونکي له ملي اردو څخه خوښي ښيي او وايي، د سيمې د امنيت پر راوستو سربېره يې له دوى سره هر ډول مرستې کړې دي.

 د دغه ښوونځي زده کوونکي ټول تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او غوښتنه کوي، لکه څنګه ملي اردو ورسره مرسته کوي، همدغه ډول دې دوى ته د ښوونځي ودانۍ هم جوړه کړي.

 ياده دې وي، ٢٠١ سېلاب قول اردو مخکې هم څو ځلې د لغمان د يو شمېر ښوونځيو له زده کوونکو سره مرستې کړې وې.