Language

په لغمان کې يو وسلوال طالب او دوه د ملي اردو سرتېري  وژل شوي

جلال اباد (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د عملياتو او ماين چاودنې په پايله کې دوه د ملي اردو سرتېري او يو وسلوال طالب وژل شوي او شپږ وسلوال ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لېندۍ په ٢٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې د بادپښ ولسوالۍ په توده چينه سيمه کې د ملي اردو پر رېنجر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، د ملي اردو يو شمېر سرتېري له خپلې پوستې څخه د اوبو راوړلو په موخه وتلي وو، چې د ماين چاودنه پرې وشوه، چې دوه يې ووژل شول او درې ټپيان دي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې تېره شپه د لغمان د الينګار ولسوالۍ په سنګره سيمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې يو طالب قوماندان نيول شوى، يو وسلوال وژل شوى او شپږ ټپيان دي.

د ځواک په خبره، عمليات د نيول شوي طالب قوماندان معلم ګل انور د نيولو په موخه ترسره شوي وو، چې په ترڅ کې يې نښته هم رامنځ ته شوه.

ده وويل،چې د عملياتو پر مهال افغان ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د سيمې يوه اوسېدونکي خسروپژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دوى په کلي کې د يوې شېبې لپاره ډزې وشوې او افغان ځواکونو کلى محاصر کړى و.

د هغه په وينا، سهار مهال يې څلور ټپيان او مړى وليد، خو نور يې په اړه معلومات نه درلودل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د عملياتو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي، خو زياتوي، چې په بادپښ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي او درې ټپيان دي.