اسعداباد (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩١): د کونړ امنيتي چارواکي وايي ، په دې ولايت کې اتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرولي د ليندۍ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا پر دوه بجو د کونړ د ناړى ولسوالۍ د زېرګل په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړى دى.
نوموړى زياتوي، چې په دغه بريد کې دوه طالب قوماندانان وژل شوي او يوبل ټپى دى.
د ده په خبره، پوليسو ټپى شوى تن د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيولى دى.
د يوبل خبر له مخې، د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اړوند د کورباغ په سيمه کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې درې وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند شېرولي وايي، چې په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو څلور تنه وسلوال هم نيولي دي.