کابل (پژواک ٢٩ لېندۍ ٩١): د افغان متخصصينو د شورا غړي وايي، له متخصصينو سره د دوه ګوني چلند له امله ځيني افغان متخصصين له هېواده په وتو دي.
يادې شورا نن په رسمي توګه خپل شتون اعلان کړ.
د افغان متخصصينو شورا اجرائيوي مشر اېمل مرجان نن په کابل کې د دې شورا په لومړۍ ناستې کې د وينا پر مهال پر دولت او نورو ادارو غږ وکړ، چې له افغانستان څخه د متخصصينو د وتو مخه ونيسي.
دى وايي، سره له دې چې متخصصين په خپل ټول توان له سهاره تر ماښامه په دولتي او نورو ادارو کې کار کوي، خو لا هم په هېواد کې حالت منفي لور ته روان دي.
ده زياته کړه: “موږ ګورو په همدغو متخصصينو کې هغه خلک چې کرپټ ( مفسد) دي، هغه خلک چې له يو چا سره سلام عليک لري، تر يوه ځايه رسېږي، خو د نورو متخصصينو هېڅوک احوال نه اخلي… دلته امانتکار متخصصين پر ځاى پاتې او نور مخته روان دي.”
مرجان وايي، چې دغه حالت متخصصين اړ باسي چې وطن پرېږدي.
په دې غونډه کې يو شمېر دولتي چارواکو، د سياسي ګوندونو استازو او ځينو افغان کارپوهانو ګډون کړى وو.
د افغان متخصصينو شورا د رهبرۍ پلاوي مشر ډاکټر مصطفى نيازي په نننۍ ناسته کې وويل، چې د بېلابېلو برخو کارپوهان په دې شورا کې غړيتوب لري.
نيازي د دې شورا د غړو کره شمېر ونه ښود.
هغه وويل، د افغان متخصصينو شورا يو غير سياسي بنسټ دى، چې موخه يې افغان دولت او نورو غير دولتي بنسټونو ته د مشورو ورکول دي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې په وروستيو لسو کلونو کې د افغان متخصصينو په شمېر کې د پام وړ زياتوالى راغلى او په ځينو برخو کې کولى شي د بهرنيو متخصصينو ځاى ونيسي.
د هغه په وينا، سره له دې چې د افغانانو وړتياوې لوړې شوې او په هره برخه کې متخصصين لري، خو شمېر يې کافي نه دى.
احدي د افغان متخصصينو د شورا جوړېدل د هېواد په ګټه وبلل او زياته يې کړه، چې دا ډول بنسټونه د مدني ټولنې په توګه، د عدالت په تامين کې ګټور ثابتېداى شي.
هغه د افغان متخصصينو روزنې ته د دولت پاملرنه وغوښته.
غونډې ته د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله هم له هېواد څخه د متخصصينو په وتو اندېښنه وښوده او دا يې د هېواد لپاره لوى زيان وباله.
عبدالله، حکومت متخصصينو ته په نه پاملرنې تورن کړ او ويې ويل، چې په تېرو کلونو کې يې له متخصصينو په سمه توګه ګټه نه ده پورته کړې.
ده زياته کړه: “زه نوم نه اخلم، خو کله چې لوى دولتي مديران پر تخصص باور ونه لري او فکر وکړي چې په هرڅه پوهېږي، دا په خپله زموږ له لاسه فرصتونه وباسي، دا هم هغه څه دي چې فرصتونو ته زيان اړوي.”
د عبدالله په باور، افغانان وياړلى پخوانى تاريخ لري، خو خلک بايد داسې کار وکړي چې نن او سبا يې تر پخوا ډېره ښه شي.
د ولسي جرګې غړي ميرويس ياسيني بيا په خپلو خبرو کې پر دولت غږ وکړ، چې کار اهل کار ته وسپاري.
د هغه په وينا، ولسمشر او ملي شورا دنده لري چې کار يې اهل ته وسپاري، ترڅو بهر ته د متخصصينو د وتلو مخه ونيول شي.
ياسيني وويل، چې له اوسنۍ نړۍ سره د ځان د برابرولو لپاره اړتيا ده چې په افغانستان کې په سياسي، ټولنيزو، تخنيکي او نورو بېلابېلو برخو کې څېړنيز مرکزونه جوړ شي.