Language

 مزارشريف (پژواك ۳۰ ليندۍ ۹۱): د بشر حقونو د خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، چې د روان كال په لومړيو اووه مياشتو كې ناموسي وژنې او پر ښځو جنسي تېري ۶۰ سلنه زيات شوي دي.

د بشر حقونو د خپلواك كمېسيون د ښځو حقونو د همغږۍ مسوولې لطيفې سلطاني د ليندۍ په ۳۰مه، مزارشريف كې ((د ناموسي وژنو او پر ښځو د جنسي تېري په اړه د عامه خبرو اترو غونډه)) تر سرليك لاندې د جوړې شوې ناستې په پاى كې پژواك خبري اژانس ته وويل، دوى هڅې پيل كړي چې په وروستيو دوو كلونو كې د ناموسي وژنو او پر ښځو د جنسي تېريو لاملونه وڅېړي.

 نننۍ ناسته، چې په همدې موخه د بلخ ولايت په مقام كې جوړه شوې وه، د ښځو د حقونو د ملاتړ ټولنو له استازو سربېره د مدني ټولنو غړو، دولتي چارواكو، ديني عالمانو او رسنيو په كې برخه اخيستې وه.

 لطيفې سلطاني وويل، د ورته غونډو له لاور دوى هڅه كوي، چې په وروستيو كې دوو كلونو كې په هېواد كې د ناموسي وژنو او پر ښځو د جنسي تېريو كره لاملونه وڅېړي او د حل لارې يې په ګوته كړي.

 نوموړې زياته كړه، چې د بشر حقونو خپلواك كمېسيون د روان كال په لومړيو اووه مياشتو كې په ټول هېواد كې د ناموسي وژنو ۸۰ پېښې او پر ښځو د جنسي تېري څه باندې ۴۰ پېښې ثبت كړې دي.

 د هغې په وينا، په جنسي تېريو كې ډېرى پېښې پر ماشومانو د هغوى د خپلوانو له خوا تر سره شوي، چې خورا دردوونكې دي.

 همداراز د بشر حقوقو د خپلواك كمېسيون كمېشنرې ثريا صبحرنګ د يادې ناستې په ترڅ كې وويل، چې په دې وروستيو كې په هېواد كې د ښځو پر وړاندې روان تاوتريخوالى د انسان له زغم څخه وتلى دى.

 نوموړې زياته كړه، له دوى سره پر ښځو د جنسي تېري داسې پېښې هم ثبت دي، چې پلار په پر له پسې توګه له څو كلونو په خپلو درېيو لورګانو جنسي تېرى كړى دى.

 د هغې په وينا، كه چېرې د ناپوهۍ دغه بريدونه مات نه كړاى شي، نو ممكن هېواد له يو بل ستر ناورين سره مخ شي.

 همداراز د بلخ ولايت د ښځو چارو رييسې فريبا مجيد پژواك اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو كې په بلخ ولايت كې پنځه د ناموسي وژنو پېښې او دوه د جنسي تېري پېښې له دوى سره ثبت شوې دي.

 نوموړې له شته ستونزو سربېره زياته كړه، عام خلك د پخوا په پرتله هڅه كوي، چې ورسره شوي ظلمونه ښكاره كړي او خپل حق ترلاسه كړي.

 د بشر حقونو د خپلواك كمېسيون د ښځو د همغږۍ مسوولې لطيفې سلطاني وويل، چى په هېواد كې د ناموسي وژنو او پر ښځو د جنسي تېري درې ستر لاملونه لري.

 نوموړې زياته كړه: ((د بشر او ښځو له حقونو څخه د خلكو بې خبري، له قانون څخه د مجرمينو تېښه او ناامني، هغه علتونه دي چې د ښځو پر وړاندې يې ستونزې پيدا كړې دي.))

 د هغې په وينا، د دولت ترڅنګ ديني عالمان او رسنۍ بايد د ښځو د حقونو په اړه د خلكو د پوهاوي په برخه كې له دوى سره مرسته وكړي.

 د بلخ ولايت د ښځو چارو رييسې فريبا مجيد وويل، چې د ۱۳۹۱ لمريز كال په لومړيو شپږو مياشتو كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۳۱ پېښې ثبت شوې دي.