Language

په بټي کوټ کې ١٥ شکمن کسان ونيول شول

جلال اباد ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩١ ) : افغان او ايساف ځواکونو د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ١٥ تنه شکمن کسان نيولي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګده نن سهار وخته د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې عملياتو کې ١٥ وسلوال نيول شوي دي.

د بټي کوټ ولسوال ميرزا محمد نصرت پژواک اژانس ته وويل ، چې دا عمليات د ولسوالۍ د کوډۍ په سيمه کې ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې ١٤ وسلوال مخالفين له ٣٠ ميله وسلو سره نيول شوي دي.

خو دنجيب په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې نيول شوي کسان دسيمې کوچيان دي، چې د خلکو ځمکې يې غصب کړې وې .

هغه هم ومنله، چې له دې خلکو سره يې وسلې نيولې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه  په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده ، چې تېره اونۍ افغان ملي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال تر ٥٠ زيات وسلوال مخالفين نيولي وو.