جلال اباد ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩١ ) : د ننګرهار ولايت د دولسم ټولګيو له ١١٥٨٦فارغانوڅخه چې شاوخوا دوه زره يې نجونې دي د کانکور ازموينې لړۍ په داسې حال کې پيل شوه، چې يو شمېر زده کوونکو د لوړو زده کړو وزارت د مور مېرې پر سلوک تورن کړ.
په ننګرهار پوهنتون کې دکانکور ازموينې ورکوونکي،د ولايتي شورا غړي او د پوهنې رياست چارواکي وايي ، چې که بيا د تېر کال په څېر له ننګرهار سره د مور او ميرې سلوک وشي، نو په پراخه کچه لاريونونه به وکړي.
دغه څرګندونې نن د(ليندۍ په ٣٠مه )په ننګرهار پوهنتون کې د کانکور ازموينې د پيل په غونډې کې وشوې.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي لال محمد دراني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر کال د لوړو زده کړو وزارت له ننګرهار سره د مور او ميرې سلوک کړى و.
هغه زياته کړه : (( له نورو ولايتونو څخه دګوتو په شمار کسان بې نتيجې شوي وو، خو د ننګرهار له ځوانانو څخه نومرې هم کمې شوې وې. ))
نوموړى وايي، چې که بيا د تېرکال په څېر د ننګرهار له ځوانانو سره هاغه ډول سلوک وشي، نو ښايي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ننګرهار يو وګړى هم ونډه وانه خلي.
دى زياتوي : (( موږ مخکې هم منډې ترړې کړې وې، خو له بده مرغه چې هېڅ پايلې يې نه وې لرلې. ))
د ننګرهار د پوهنې رياست مرستيال اول ګل ابوزاهد هم ورته خبره کوي او وايي ،چې که له ننګرهار څخه سل فيصده زده کوونکي د لوړو زده کړو موسسو ته کامياب نه شي، نو اتيا فيصده خو بايد کامياب شي.
هغه زياته کړه : (( موږ دلته کدرونه لرو، زموږ زده کوونکي ښه بااستعداده دي ښه کوښښونه يې کړي او انشاءالله که د مور او ميرې سلوک ورسره ونه شي، نو ښو ښو پوهنځيو ته به بريالي شي.))
د ابوزاهد په خبره ، چې که د لوړو زده کړو وزارت يو ځل بيا له ننګرهار سره تعصب وپالي ، نو د پوهنې رياست به په پوره ځواک سره غبرګون ښکاره کړي.
هغه زياته کړه : (( موږ به په پوره زور او طاقت سره لاريونونه وکړو او د خپل حق غوښتنه به وکړو.))
د کانکور د ازموينې يوه ګډونواله بريښنا وايي، چې تېرکال يې هم ازموينه ورکړې وه ، خو په ٢٧٥ نومرو بې پايلې وه.
هغه وايي : ((هلته په کابل کې له ننګرهاريانو سره تعصب پالل کېږي، تېرکال له جاغوري ولسوالۍ څخه يواځې ٥٠٠ تنه کامياب شوي وو، خو له دومره لوى ننګرهار څخه د ګوتو په شمار کسان کامياب وو.))
نوموړې زياتوي،په نورو پوهنتونونوکې چې له زده کوونکو د کانکور امتحان اخيستل کېږي، نو استادان ورسره کومک هم کوي، خودلته يې په زوره ناکاموي.
له کابل څخه د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوي مشر پوهاند بيسمل وايي، هغه ستونزې او شکايتونه چې پخوا د ننګرهار ځوانانو لرل په سږني امتحان کې به نه وي.
هغه زياته کړه ، چې د ازموينه شفافه ترسره کېږي او هېڅ ستونزه به رامنځته نه شي .
دى وايي، که پخوا څه ستونزه رامنځته شوې وي، نو د کمپيوټري وسايلو د زړښت مشکل و، خو اوس يې د سوالونو د ځوابونو پاڼې هم ډېرې حساسې جوړې کړي، چې هېڅ ډول درغلي به پکې ونه شي.
د کانکور د ازموينې يو ګډونوال هاشم خان وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال پوښتنې هم يو څه اسانه وې او هم دغه پروسه ډېره شفافه وه.
هغه زياته کړه : (( که چېرې د لوړو زده کړو په وزارت کې زموږ سره خيانت ونه شي ، نو اکثره
زده کوونکي ښو ښو پوهنځيو ته بريالي کېداى شي . ))
د يادونې ده، چې سږ کال د ننګرهار په پوهنتون کې له ١١٦٣٠ تنو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کيږي، چې يواځې د ننګرهار پوهنتون په ټولو پوهنځيو کې د ٢٧٨٠ محصلينو د جذب توان لري.