کابل ( پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩١ ) : د انګلستان لومړي وزير ډيويډ کميرون افغانستان ته سفر وکړ او په هلمند ولايت کې يې له خپلو سرتېرو سره وليدل.
په لندن کې د لومړي وزير له دفتر څخه د مرغومي په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کميرون پرون ناوخته هلمند ولايت ته تللي او په دې ولايت کې د بريتانوي ځواکونو په لويه پوځي اډه کې له خپلو قوماندانانو او سرتېرو سره وليدل.
سرچينې زياته کړې ده،لومړي وزير له سرتيرو سره لوبې وکړې له هغوي سره يې ګډه ډوډۍ وخوړه او ورته يې وينا هم وکړه.
کميرون خپلو سرتېرو ته په وينا کې وويل : (( تاسو دلته ډيرې قربانۍ ورکړې دي او هڅې مو بريالۍ دي.))
نوموړي په داسې حال کې هلمند ته سفر کړى، چې پرون يې هېواد په ٢٠١٣ کال کې له افغانستان څخه د خپلو ٣٨٠٠ سرتېرو د وېستلو اعلان وکړ.
بريتانيا اوسمهال په افغانستان کې ٩٥٠٠ سرتېري لري، چې په هلمند ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٤٣٢ سرتېري وژل شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې له افغانستان څخه د ناټو ټول جګړه ييز ځواک ووځي.
کميرون پخپلو خبرو کې زياته کړې، چې افغان ځواکونه اوس ددې وړتيا لري ، چې د خپل هېواد امنيت پخپله ونيسي.
هغه زياته کړې،چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل ديوه مهالوېش له مخې په برياليتوب سره ترسره کيږي او دا د ناکامۍ په مانا نه ده .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن