Language

د ماين  چاودنې د ولسي جرګې د غړي عصمت الله شينواري درې ساتونکي ټپيان کړل

جلال اباد( پژواک ١مرغومى ٩١): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د استازي عصمت الله شينواري پر موټر د ماين چاودنې د هغه درې ساتونکي ټپيان کړل .

عصمت الله شينواري د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر سړک د ځاى پر ځاى کړل شوي ماين دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په شډل سيمه کې رامنځته شوه.

هغه وايي، چې په ياده سيمه کې د خپل تره  ښځې د جنازې له مراسمو راووت او مخکې له دې ، چې په خپل موټر کې سپور شي ، موټر يې يو څه مخته ولاړ او پر سړک ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.

دى وايي، چې له درېيو ټپي شويو ساتونکيو څخه يې د يوه روغتيايي حالت  د اندېښنې وړ دى .

په دې اړه نور معلومات به وروسته خپاره شي.