جلال اباد(پژواک دمرغومي لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ” د فساد پر وړاندې د مبارزې ” تر شعار لاندې د ٤٠٠ ځوانانو په ګډون د ځغاستې سيالي ترسره شوه .
دغه سيالي په ننګرهار کې “د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د افغاني شبکې” په نوښت نن له غرمې مخکې په جلال اباد کې له قول اردو څخه د شېرزي تر لوبغالي د پنځه کيلومتره واټن په وهلو سره تر سره شوه .
د يادې شبکې د عامه اړيکو مسوول شکرالله مشکور د معلوماتو له مخې، په شل دقيقو د ځغاستې په دې سياليو کې فواد لومړى، حامد دويم او امېد درېيم ځاى خپل کړ.
يادو دريېو واړو ته يو، يو مډال او د ګرځنده ټېلېفونونو سېټونو ورکړل شول .
د سيالۍ د ګډونوالو سپينې جامې پر تن وې او پرې ليکلي و” د اداري فساد د مخينوي لپاره ځغاسته”
هغوى ويل ، چې د فساد پر وړاندې مبارزه کوي او نور فساد نه غواړي.
دې سياليو ته د والي ګل اغا شيرزي په ګډون ولايتي چارواکي هم ورغلي وو او ځينو ته يې د سياليو د تنظيم کوونکيو لخوا ډالې هم ورکړل شوې.