جلال اباد (پژواک ٢ مرغومى ٩١): پاکستاني سرحدي ځواکونو د تورخم دروازه، چې له تېرې شپې راهيسې يې تړلې وه، نن غرمه بېرته خلاصه کړه.
په ننګرهار ولايت کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ وياند ادريس مومند د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو نن غرمه له ١٢ بجو ياده وروسته دروازه بېرته خلاصه کړه.
هغه زياته کړه، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو ځکه د تورخم دروازه تړلې وه، چې تېره ورځ پاکستاني مزدورانو د دغه هېواد پوله ساتونکو ته شکايت کړى، چې کابل ته د تګ پر مهال د پلچرخي د تلاشۍ په پوسته کې د پوليسو له خوا وهل شوي او پاسپورټونه يې هم ورته څيري کړي دي.
مومند وايي، چې د تورخم دروازه د سرحدي پوليسو د کميسارۍ او نورو پاکستاني مسوولينو په هلوځلو سره بېرته پرانيستل شوه.
د يادونې ده، چې هره ورځ پر تورخم دروازه زرګونه کسان تګ راتګ کوي او دغه راز سلګونه د سوداګرو موټر هم پر دې دروازه افغانستان ته سوداګريزې توکي راوړي.
له دې مخکې په تورخم کې د محمدشاه په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې سلګونه کسان له تېرې شپې راهيسې د دروازې دواړو خواوو ته منتظر ولاړ دي.
هغه زياته کړه، چې له پاکستان څخه د مړو شوو افغان کډوالو جسدونو او له دې خوا څخه ناروغانو ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې له پولې واوړي.
په تورخم کې د سرحدي پوليسو د کميسارۍ مرستيال سمونيار نثاراحمد هم د دروازې بندېدل تاييد او زياته يې کړه، چې پرون له ماښام وروسته دروازه وتړل شوه، خو نن سهار يې په بشپړه توګه وتړله.
په تورخم کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دوى دا ستونزه په پېښور کې له خپلو چارواکو سره شريکه کړې ده.
نوموړي ژمنه ورکړه، چې تر خبرو اترو وروسته به دا ستونزه تر غرمې وروسته هواره شي.
د يادونې ده، چې هره ورځ پر تورخم دروازه زرګونه کسان تګ راتګ کوي او دغه راز سلګونه د سوداګرو موټر هم په دې دروازه افغانستان ته سوداګريزې توکي راوړي.