Language

کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩١): د خيبرپښتونخوا مشر وزير بشيراحمد بلور په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د معلوماتو له مخې، پر نوموړي دغه بريد نن ماښام د پېښور په ډهکۍ نعلبندۍ نومې سيمه کې شوى دى.

بلور له سختو ټپونو وروسته، د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې ساه ورکړې ده.

په دې پېښه کې د عوامي نېشنل ګوند يو شمېر نورو غړو او حکومتي چارواکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستانيو طالبانو وياند د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

Related Topics