Language

د هسپانيا لومړي وزير په بادغيس کې خپلو مرستو ته په دوام ټينګار وکړ

هرات ښار (پژواک ٢ مرغومى ٩١): چارواکي وايي، چې د هسپانيا لومړى وزير او د ملي دفاع وزير يې بادغيس ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولايت کې له خپلو سرتېرو او ولايتي چارواکو سره د ليدنې په ترڅ کې د دوامداره مرستو ژمنه وکړه.

د هسپانيا لومړى وزير ماريانو راخوي پر يوه نااعلان شوي سفر نن (د لېندۍ ٢مه) افغانستان ته راغلى دى، چې نن سهار يې له ولسمشر کرزي سره هم وليدل.

د بادغيس د والي وياند شراف الدين مجيدي د مرغومي په ٢ مه پژواک اژانس ته د دغه لوړ پوړي بهرني پلاوي تګ خپل ولايت د امنيت او بيارغونې لپاره ګټور وباله.

د هغه په وينا، د هسپانيا لومړى وزير ماريانو راخوي او د هغه هيواد د دفاع وزير پيدرو مورينس نن له ماسپښين وروسته بادغيس ته ورغلل، چې لومړى خپل سرتېري وليدل او د کرېسميس اختر خوښي ولمانځله.

نوموړي زياته کړه، چې د هسپانيا لومړي وزير دغه راز د بادغيس له چارواکو سره وليدل او امنيت او بيارغونې په اړه ورسره ژمنې وکړې.

د مجيدي په خبره، لومړي وزير د خپل هېواد د خلکو په استازيتوب په افغانستان کې له خپل ماموريت څخه ننګه وکړه او دا يې د سولې او ډېموکراسۍ د ټينګښت لپاره مهم وباله.

د يادونې ده، چې هسپانيا په افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې ١٦٠٥ سرتېري لري، چې په لوېديځو ولايتونو (هرات، فراه او بادغيس) کې مېشت دي.

تر اوسه په افغانستان کې د هسپانيا ٣٤ سرتېري وژل شوي دي.