Language

په لغمان کې ١٦ وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته

 جلال اباد (پژواک ٢ مرغومى ٩١): چارواکي وايي، چې په لغمان کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ١٦ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغه چاڼيز عمليات، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د لغمان په مرکز او يو شمېر نورو ولسواليو کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو له لورې پيل شوي وو، پنځه وسلوال په کې وژل شوي او ١١ ټپيان دي.

 د هغه په وينا، دغه عمليات د مهترلام په ابوزيو، هرمل، کټل، ميداني، شهيد بابا او بصرام سيمو کې ترسره شوي او اوس هم روان دي.

 نوموړي زياته کړه: ((د دې عملياتو په ترڅ کې د مهترلام – الينګار تر منځ غځيدلې لاره، چې د تېرو شپږو مياشتو راهيسې د وسلوالو طالبانو تر ګواښ لاندې وه، بېرته يې امنيت خوندي شو.))

 د ځواک په خبره، په دغو عملياتو کې د افغان ځواکونو له لوري ۲۲ د وسايطو ضد ماينونه او دوه مېزايل  کشف او خنثی شوي دي.

 دى وايي، چې د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

 وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

 د يادونې ده، چې دغه چاڼيز عمليات، چې د پنجشنبې له ورځې پيل شوي تر لسو ورځو به دوام وکړي.

 

Related Topics