Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د پاکستانيو کارګرو د وهلو پېښه وغندله

کابل ( پژواک ٣ مرغومى ٩١ ) : د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د پاکستاني اتباعو امنيت او مصئونيت دافغانستان مسووليت دى او هغه پېښه يې وغندله، چې پوليسو يو شمېر پاکستاني کارګران وهلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون په اسلام اباد کې دافغانستان مرستيال سفير احضار کړ او په کابل کې د ٢٩ پاکستاني کارګرانو په وهلو يې احتجاج وکړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د مرغومي په ٣مه، په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل چې دوى له يادې پېښې څخه په جريان کې او دافغانستان شاژدافير پرون له پاکستانيو چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي.

هغه د يادې پېښې دغندنې ترڅنګ وويل چې د پاکستانيو اتباعو امنيت او مصئونيت د افغانستان د حکومت دنده ده.

موسى زي وويل چې مېلمنه پالنه دافغانستان د کولتور يوه برخه ده او پاکستانيو چارواکو ته يې ډاډ ورکړى دى چې ديادې پېښې به څېړنه کوي.

د يادې پېښې په غبرګون دپاکستان سرحدي ځواکونو د شاوخوا لسو ساعتونو لپاره د تورخم دروازه هم د موټرو او خلکو پر وړاندې تړلې وه، چې پرون تر غرمې وروسته بېرته پرانستل شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.