جلال اباد (پژواک ٣ مرغومى ٩١): وسلوالو طالبانو د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره د ايساف پر اکمالاتي کاروان بريد کړى، چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي.
دغه بريد نن (د مرغومي ٣مه) د يادې لويې لارې په اوږدو کې د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سيمه کې شوى دى.
د بټي کوټ ولسوال ميرزا محمد نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو نن سهار اته نيمې بجې د ايساف پر هغه اکمالاتي کاروان بريد وکړ، چې له تورخم څخه جلال اباد ښار ته پر لاره و.
نوموړي زياته کړه،چې په دغه بريد کې داکمالاتي کاروان يو موټر ويجاړ شوى او د هغه چلوونکى او کلېنر وژل شوي دي.
ولسوال وويل، چې په دې پېښه کې يو ماشوم هم وژل شوى دى.
د ډاکتر امين په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د طالبانو تر بريد وروسته پوليس راغلل او نږدې نيم ساعت جګړه روانه وه.
د هغه په وينا، د دې بريد له امله نږدې يو ساعت د تورخم-جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پر وړاندې تړلې وه.
د يادونې ده، بټي کوت د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره هغه ناامنه ولسوالۍ ده، چې له تېرو څو اونيو راهيسې د افغان او ايساف ځواکونو په عملياتو کې تر ٧٠ زيات وسلوال مخالفين له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.