Language

د غزني ډېرى اوسېدونکي خپلې دعوې پر طالبانو فيصله کوي

غزني ښار (پژواک ۳ مرغومى ۹۱): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ولسواليو کې د يو شمېر دولتي ادارو د غير فعالېدو او فساد له امله خپلې حقوقي دعوې پر وسلوالو طالبانو او په ځانګړي ډول د کوېټې په شورا کې فيصله کوي.

خو د غزني ولايت دولتي چارواکي دا خبره ردوي.

د دوى په وينا، په يو شمېر سيمو کې وسلوالو طالبانو خلکو ته ويلي، چې خپلې دعوې دې پر حکومت کې نه، بلکې له دوى سره په مشوره هوارې کړي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرزاق، چې له څو کلونو راهيسې يې د تره له زوى سره پر ځمکه دعوه ده، پژواک اژانس ته وويل: ((دولت د دې پر ځاى، چې د خلکو ستونزې هوارې کړي، نور يې هم زياتوي او طالبان، چې يوه فيصله وکړي، په هغې ولاړ وي او بيا څوک څه نه شي په کې ويلاى.))

د هغه په وينا، درې کاله يې خپله دعوه دولت ته راجع کړې وه، خو دولت به دوى هره ورځ ښاري محکمې ته غوښتل او بېرته به له فيصلې پرته تلل.

نوموړي زياته کړه، کله چې يې خپله دعوه وسلوالو طالبانو ته راجع کړه، په ډېر لږ وخت کې يې دعوه خلاصه شوه.

عبدالرزاق وايي: ((يو ځل دلته په ولسوالۍ کې طالبانو ته ورغلو، هغوى راته فيصله وکړه، خو بيا مې د تره زوى وويل، چې د کوېټې شورا ته ځو، نو هلته لاړو او هغوى هم زموږ دعوه راخلاصه کړه.))

د ده په خبره، کله چې يې دلته له وسلوالو طالبانو څخه د کوېټې شورا ادرس او ليکونه واخيستل، حرکت يې وکړ، د کوېټې ښار د کوچلاک سيمې او بيا خروټ اباد ته ولاړل.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې خروټ اباد ته ولاړو، هلته لوى لوى بلاکونه وو، داسې سيستم يې درلود، چې کله به په يوه دروازه ننوتو بېرته په هغې نه شو راوتلاى، په يوه بلاک کې به څو خونې وې، چې له سړي نه به لاره ورکه شوه، په دروازو کې به کسان ولاړ وو، سم د رسمي دفتر کارونه وو.))

نوموړى وايي، کله چې دوى هلته ورغلل، نو هغوى ورڅخه هغه ليکونه واخيستل، چې په اندړو کې وسلوالو طالبانو د دوى فيصله ورکړې وه او وروسته له يو څو ساعتونو يې دوى ور وغوښتل.

عبدالرزاق زياته کړه: ((کله چې د طالبانو له قاضيانو سره مخ شوو، دوى په يوه لوکسه کوټه کې ناست وو، کاغذونه يې ليدل، چې ناڅاپه يې زما د تره زوى په مخ څو څپېړې وواهه او ورته ويل يې، چې ته ولې هلته زموږ د ملګرو خبره نه منې.))

د ده په خبره، بيا يې سبا ته د فيصلې په موخه ور وغوښتل، فيصله يې ورته وکړه، چې د يوې اونۍ په تېرېدو سره ټوله دعوه خلاصه شوه.

د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي احمدخان او دلدارخان، چې په خپلو منځو کې يې د ځمکې پر سر دعوه درلوده، وسلوالو طالبانو ته تللي دي.

احمدخان پژواک اژانس ته وويل: ((دلته مو څو ځلې وسلوال طالبان راوستل او هغوى به فيصله راوکړه، خو زما مقابل اړخ به نه منله، اخر طالبانو راته وويل، چې تاسې ولاړ شئ د کوېټې شورا ته او موږ هم همداسې وکړل.))

د هغه په وينا، کله چې دوى د کوېټې ښار ته ورسېدل، نو بېرته د کوېټې له ښاره د چمن په لوري د موټر درې ساعته مزل يې وکړ او له دغه مزل وروسته يوې مدرسې ته ورسېدل، چې هلته په لسګونو وسلوال طالبان اوسېدل.

نوموړي زياته کړه: ((له پوښتنې وروسته، د مدرسې په منځ کې دوه کسه راغلل، چې وسلې هم ورسره وې، له موږ يې د ځمکې قبالې واخيستې او ولاړل، له يوساعت ځنډ وروسته يې موږ هم له ځانه سره بوتلو، يوې کوټې ته لاړو، چې درې مېزونه ايښي وو او شپږ کسان ناست وو، چې د طالبانومشران ښکارېدل، هغوى ډېرې خبرې نه کولې.))

احمد خان وايي، چې د وسلوالو طالبانو مشرانو، چې کله زموږ هغه فيصله وليده، چې سيمه ييزو طالبانوکړې وه، نو ټول کاغذونه يې وڅېرل او ويل يې، چې د هلکانو خبرې د منلو وړ نه وي.

د هغه په وينا، وروسته يې ورته وويل، چې تاسو ولاړ شئ، د غزني د ده يک ولسوالۍ لپاره دوى نوى قاضي ګومارلى او هغه به فيصله درته وکړي، چې هغوى بېرته راغلل او پر هماغه قاضي يې خپله دعوه فيصله کړه.

د غزني اوسېدونکي وايي، کله چې په دولت کې خپله دعوه خلاصوي، نو د دعوې له قيمت نه درې برابره ډېر قاضيان او يا هم نور دولتي چارواکي له دوى رشوت اخلي، پر دې سربېره بيا هم د دوى ستونزه نه هواريږي.

خو بلخوا بيا د غزني چارواکي دا خبره نه مني، چې ګواکې د دغه ولايت اوسېدونکي دې خپلې دعوې پر وسلوالو طالبانو باندې هواروي.

د غزني د والي وياند فضل سباوون پژواک اژانس ته وويل: ((دا خبره زه ردوم او دروغ ده او په ولسواليو کې زموږ ټولې دولتي ادارې فعالې دي او خلک په ازاده توګه کولاى شي خپلې دعوې هلته هوارې کړي.))

د هغه په وينا، دوى په هره ولسوالۍ کې قاضي او محکمه لري، چې د خلکو ستونزې ور هوارې کړي.

Related Topics