Language

د ننګرهار ګمرک رييس پخپله اداره کې جزوي فساد مني

جلال اباد (پژواک ٣ مرغومى ٩١): د ننګرهار د ګمرک رييس احسان الله کامه وال په ياد ګمرک کې جزوي فساد مني، خو زياتوي چې د تېرکال په پرتله يې په عوايدو کې ٢٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.

کامه وال له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې دا ومنله، چې د ننګرهار په ګمرک کې به فساد موجود وي، خو په دومره اندازه هم نه، لکه چې په اړه يې ادعاوې کېږي.

نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده مخکې په کابل کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې رييس ادعا کړې وه، چې د ننګرهار په ګمرک کې ٨٣٩ ميليونه افغانۍ فساد شوى دى.

کامه وال زياته کړه:(( زه په چلينج سره ويلى شم، چې په دومره لويه کچه فساد نه دى شوى، جزوي فساد به شوى وي ، چې د دولت عوايدو ته ضرر ونه رسيږي.))

نوموړي د هغې اندېښنې په ځواب کې، چې يو شمېر وارداتي توکي، چې قيمتونه يې لوړ وي او د ګمرک مامورين يې د بډو په مقابل کې په ټيټه بيه محصول کوي وايي: ((موږ دلته د ايسکوډا سيستم لرو او په نږدې راتلونکي کې يو ويبسايټ هم جوړوو، چې د هر وارداتي جنس قيمت به په کې وي.))

د هغه په وينا، دغه ويبسايټ به د نړۍ په هر ګوټ کې سوداګر ګوري او هېڅوک به د خپل جنس د قيمت نه پورته او يا هم ښکته پيسې نه ورکوي.

د کامه وال په خبره، يو شمېر موټر او ماشينري چې ماډلونه يې له دوه زره څخه ټيټ وي، دوى يې نه محصول کوي.

ده زياته کړه: ((د موټرو خو اوس د کال تر اخره امر وشو، خو نور لکه طبي وسايل او داسې نور چې ټيټ ماډل وي، نه يې محصول کوو.))

د ننګرهار د ګمرک رييس دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ګمرک يوه رسمي کميشنکار، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، څو ورځې وړاندې يې هم يوه طبي اله (سټي سکن) چې ١٩٩٨ ماډل وه، د څلورو زرو امريکايي ډالرو په بډې ورکولو سره محصول کړه.

دغه سرچينه زياتوي:((ښه ښکاره يې اخلي، ته فکر وکړه! د ګمرک هر مامور ټوډي او نور موټرونه لري، په دې لس زره افغانيو خو ټوډي نه کېږي.))

خو کامه وال بيا هم پر خپلې خبرې ټينګار کوي او وايي، چې ښايي فساد موجود وي ، خو په لوړه کچه نه دى.

هغه زياتوي: ((ځينې وخت داسې کېږي چې د يو شي نرخ ټيټ وي او محصول يې هم کم وي، خو زموږ مامور يا کميشنکار په هغه کس چالاکي کوي او وايي ورته چې نرخ يې لوړ دى، ما ته پيسې راکړه، زه به يې درته نرخ ټيټ کړم، خو دا د دولت پر عوايدو کوم تاثير نه لري.))

د ننګرهار د ګمرک د رييس په خبره، چې د تورخم په ګمرک کې اکثره وخت بې کيفيته درمل، موبايلونه اوسپنه او داسې نور ډېر څه دوى نيسي، خو تر ډېره همدا لوړ پوړي چارواکي دي، چې واسطې يې کوي.

دى وايي:((د ولايت او مرکز په کچه، څو څو کسانو پر موږ فشار راوستى، خو موږ بيا هم مقاومت کړى دى.))

کامه وال زياتوي، سره له دې چې د ننګرهار د ګمرک په عوايدو کې ٢٠ زياتوالى راغلى د تورخم له لارې سوداګري هم کمه شوې؛ ځکه چې اوس سوداګري وېشل شوې ده.

د نوموړي په وينا، په روان مالي کال کې چې دوه ورځې مخکې پاى ته ورسېد ( نهه مياشتې) اوه ميليارده عوايد يې ترلاسه کړي دي.

دى وايي، چې اوس سوداګر د فراه، کندهار،هرات او يو شمېر نورو بندرونو له لارې خپل مالونه افغانستان ته راوړي.

ده زياته کړه: ((په اوس وخت کې زموږ يو څه فابريکې هم فعاله شوې، د بېلګې په توګه د ځينو مشروباتو، چې هغه پامير کولا او کوکاکولا دي او داسې نور، چې زموږ پر عوايدو دغو هم نېغ په نېغه اغېز کړى دى.))

Related Topics