جلال اباد (پژواک ٣ مرغومى ٩١): په جلال اباد ښار کې د ويښ افغان ټولنې دسلګونو ځوانانو، د ننګرهار ولايت مرستيال والي او د ننګرهار د پوهنتون د رييس په ګډون د چاپيريال ساتنې يو ګډ کمپاين او علمي سيمينار تر سره شو.
په ختيځ کې د ويښ افغان ټولنې مشر ډاکټر زريالي د مرغومي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه کمپاين يې په دې موخه په لاره اچولى، چې له يوې خوا به يې ښار پاک شي او له بله پلوه به ځوانانو ته د يوه علمي سيمينار په ترڅ کې دککړ چاپيريال د ضررونو په اړه معلومات هم ورکړل شي.
هغه زياته کړه :(( موږ غواړو،چې په خپل ځان د بسيا کېدو روحيه په ځوانانوکې روزو بايد موږ هر څه نورو ته پرې نږدو.))
نوموړي وويل،چې په دغه کمپاين اوعلمي سيمينارکې ورسره په سلګونو ځوانانو برخه اخيستې، چې وروسته به د ښار د پاکوالي يو عمومي کمپاين پيليږي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وايي، چې د ځوانانو دا ډول راټوليدل او په شريکه د خپل ښار لپاره کار کول نورو ته ښه ذهنيت ورکولى شي.
هغه زياته کړه : ((زه ډېر خوشحاله يم ، چې نن دا ځوانان وينم او دوى ته د ککړ چاپيريال ضررونه بيانيږي او هم په خپله د ښار د پاکوالي په دغه کمپاين کې ونډه اخلي.))
د چاپيريال ساتنې په دغه يو ورځني حشر کې د ننګرهار مرستيال والي او د ننګرهار پوهنتون رييس په خپله هم د ښار د چټلو ځايونو په پاکولو کې برخه واخيسته.
ياده دې وي ، چې دا لومړى ځل نه دى چې د ويښ افغان ټولنې له لوري د ښار د پاکونې کمپاين تر سره کيږي ، بلکې په وار وار يې د ننګرهار د عامې روغتيا له رياست سره يې د وينې مرسته هم کړې ده.