Language

موسى زي موقت حکومت او په اساسي قانون کې تعديل رد کړل

کابل ( پژواک ٣ مرغومى ٩١ ) : د بهرنيو چارو وزارت وياند په هېواد کې دموقت حکومت جوړېدل او يا هم په اساسي قانون کې تغيرات راوستل په کلکه رد کړل.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زې دغه څرګندونې د مرغومي په درېيمه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال په داسې حال کې وکړې، چې د وسلوالو ډلو حزب اسلامي او طالبانو د پاريس په غونډه کې يادې غوښتنې کړې وې.

موسى زي د يوې پوښتنې په ځواب کې په هېواد کې ديوه نوي موقت حکومت رامنځته کول رد کړل او زياته يې کړه چې دا هسې خوب او خيال دى ،  هېڅ امکان نه لري او نه هم دا دافغانستان د خلکو په ګټه دى.

نوموړي زياته کړه ، په هېواد کې دوضعه شوي  قانوني چوکاټ له مخې، ټولې سياسي ډلې او اشخاص کولى شي په يوه سياسي پروسه کې ونډه واخلي او خپل رغنده رول ولوبوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند د اساسي قانون د بدلون او يا په نوې بڼې د جوړولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې حکومتونه ځي راځي ، خو نوموړي هيله څرګنده کړه چې د افغانستان اساسي قانون چې اسلامي او ملي بڼه لري څو لسيزې همداسې پاتې شي.

خو هغه داهم وويل چې په اساسي قانون کې تغير او تبديل راوستلو لپاره يو مېکانېزم موجود دى چې د افغانستان د خلکو داړتيا او ملي ګټو پر مهال پکې راتلى شي .

هغه د پاريس د غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا يوه بين الافغاني غونډه وه، او دافغانستان حکومت ترې خپل ملاتړ اعلان کړى و.

دغه غونډه چې پکې د حزب اسلامي، ملي اېتلاف ، طالبانو ، مدني ټولنو او حکومت استازو برخه اخيستې وه، د تېرې چهارشنبې په ورځ پيل او د جمعې په ورځ پاى ته ورسېده.

موسى زي وويل ، د افغانستان دولت په دې باور دى چې په هېواد کې دروانې شخړې پاى ته رسولو او د تاوتريخوالي له منځه وړلو لپاره بايد سياسي لارې چارې ولټول شي .

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې دافغانستان ته دطالبانو د مشرتابه دهغې پرېکړې هرکلى کوي، چې دپاريس غونډې ته يې خپل استازي ولېږل.

موسى زياته هيله څرګنده کړه چې د خبرو اترو او په داډول غونډو کې د طالب استازو د ګډون پروسه همدا ډول ادامه پيدا کړي.

د هغه په وينا، د پاريس غونډو دلړۍ په درېيمه غونډه کې چې تېره اونۍ ترسره شوه، مثبتې او ګټورې خبرې شوې دي.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند داهم وويل چې د سولې لپاره هڅې ديوې پروسې برخه ده، چې په دوو دريو غونډو نه هوارېږي او افغانستان هيله لري چې دا ډول خبرې اترې او مشورې چې د ټولو ذيدخلو خواوو با صلاحيته کسان پکې ګډون ولري، ادامه پيدا کړي .

د سولې د پروسې په اړه هغه وويل چې دا خپل شرايط لري افغانستان هم خپل شرايط وړاندې کړې دي ، د اساسي قانون درناوى، د تېرو لسو کلونو دلاسته راوړنو ساتل، د بشري حقوقو او په ځانګړې توګه د ښځو حقوقو ته درناوى او له نړيوالو ترهګرو ډلو سره داړيکو پرېکول دي.

هغه زياته کړه : (( دسولې د پروسې لپاره دا بنسټيز اصول دي چې اوس هم پر خپل ځاى دي.))

وسلوالو طالبانو د پاريس په غونډه کې د اساسي قانون په نوې بڼې د جوړولو غوښتنه کړې، خو د ښځو له حقوقو څخه ددرناوي ژمنه يې کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې دافغانستان ددولت په باور ټول ذيدخله اړخونه دې پايلې ته رسيدلي چې د سولې پروسه د شخړې د هواري يواځينۍ لاره ده .

د هغه په وينا، افغانستان دپاريس په غونډه کې د مثبتو پرمختګونو هرکلى کوي .

جانان موسى زي د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما لخواد بين الافغاني غونډې په اړه چې ويل کېږي، په ترکمنستان کې جوړه شي، وويل  افغانستان د هر ډول بين الافغاني خبرو اترو هرکلى کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.