Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزى: د بدخشان له بهارک د چین تر پولې د سړک جوړېدو خبرې له چین سره روانې دي

کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩١): ولسمشر کرزى وايي، د بدخشان له بهارک څخه د چین تر پولې پورې د سړک جوړېدل د افغانستان لپاره مهمه اقتصادي پروژه ده او په دې اړه د چین له حکومت سره خبرې روانې دي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د مرغومي په ٣مه، د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حامد کرزي نن د بدخشان ولایت د بېلابیلو ولسوالیو له یو شمېر مشرانو او دیني عالمانو سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه ليکي، په دغې کتنه کې د بدخشان قومي مشرانو په دغه ولايت کې د سړکونو، روغتیا، پوهنې او د اوبو د بندونو په برخه کې خپلې سیمه یيزې ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې.

همداراز هغوى د کران منجان په ولسوالۍ کې د دېرش بستریز روغتون، یوه دارالعلوم، هوایي ډګر او له بهارک څخه د چین تر پولې پورې د سړک د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې حامد کرزي د بدخشان د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړى چې حکومت به د هغوی د ستونزو د هواري لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

همداراز حامد کرزي په دغې کتنه د کرنې او مالدارۍ وزیر محمداصف رحیمي ته لارښوونه کړې، چې د بدخشان خلکو ته ژمنۍ مرستې برابرې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.