Language

د تېر کال په پرتله شمال ته د راستنو شوو کډوالو شمېر دوه برابره دى

مزارشريف (پژواک ٤ مرغومى ٩١): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، چې د ٢٠١١ کال په پرتله سږ کال د هېواد شمالي ولايتونو ته دوه برابره ډېر کډوال له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

په شمال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وياند فهيم همدرد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د ارقامو له مخې تېر کال ٢٥٠٤ کورنۍ راستنې شوې وې او سږ کال ٤٠٠٥ کورنۍ راستنې شوې دي.

د هغه په وينا، تېر کال د راستنو شوو کورنيو د غړو شمېر ١٣٨١١ وو او سږ کال د ياد شمېر کورنيو د غړو شمېر ٢٣٠٩٤ ته رسېږي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کډوال د ٢٠١٢ کال له پيله د نومبر مياشتې تر وروستيو حساب شوې، چې له ګاونډيو هېوادونو راستانه شوي دي.

د همدرد په خبره، دغه کډوال د شمال په نهو ولايتونو کې ځاى پر ځاى شوي، چې دوى ورسره اړينې مرستې کړې او اوس يې هم د مرستو لړۍ ادامه لري.

دى وايي: ((د هر راستانه شوي کډوال پر سر مو ١٦٠ ډالره ورکړي او د روغتيا، خوراکي توکو، سړک جوړونې او سرپناه جوړونې په برخه کې مو هم ورسره مرستې روانې دي.))

د هغه په وينا، هره کډواله کورنۍ چې ځمکه ولري، دوى ورته سرپناه جوړوي او ټول لګښت يې ورکوي، خو که ځمکه ونه لري، له هغوى سره بيا د سرپناه مرسته نه شي کولاى.

د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د پاکستان له پنجاب ايالت څخه راستون شوي يوه کډوال اسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له مرستو خوښ دي، خو له دولت يې د مرستو غوښتنه وکړه.

د هغه په وينا، دى تر اوسه سرپناه نه لري او خپله ځمکه يې کرنيزه ده، اوبه يې ډېرې دي او نه شي کولاى کور پرې جوړي کړي.

نوموړي له دولته وغوښتل، چې د سرپناه لپاره ورته نومرې ووېشي، ځکه دوى په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

Related Topics