Language

په اله ساى کې ٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

محمودراقى (پژواک، ٤ مرغومى ٩١): د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته کې اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن له غرمې وروسته د اله ساى په تمبل خېلو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، کله چې د ملي اردو ځواکونو له يادې سيمې څخه تېرېدل، نو د وسلوالو طالبانو له کمين سره مخ شول.

د ده په وينا، په دې پېښه کې چې دوه ساعته يې دوام درلود، يو پوليس، دوه وسلوال طالبان وژل شوي او څلور ملکي وګړي، چې يو نارينه، يوه ښځه او دوه ماشومان په کې شامل دي، ټپيان دي.

Related Topics