جلال اباد (پژواک، ٤ مرغومى ٩١): د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې د دولت او وسلوالو تر منځ نښته کې څلور تنه ټپيان شوي او نښته لا هم دوام لري.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال د مرغومي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن سهار لس بجې د خوګياڼو وزيرو سيمې ته د ملي پوليسو او د ملي اردو ځواکونه د کوکنارو د کمپاين په موخه تللي وو، چې وسلوالو پرې بريد کړى دى.
نوموړى زياتوي، نښتې شاوخوا شپږ ساعته دوام وکړ، چې لا هم جريان لري او له هوايي ځواک څخه هم په کې کار اخيستل شوى دى.
د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک اژانس ته وويل، چې د جګړې له سيمې ورته څلور ټپيان وروړل شوي دي.
نوموړى زياتوي، د دوو تنو روغتيايي حالت نازک وو او د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته يې لېږدولي دي.
ځاى اوسېدونکى انورالحق وايي، په نښته کې له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستل شوى، چې شپږ تنه ټپيان شوي او يو ماشوم په کې وژل شوى دى.
ياده دې وي ، چې څه موده مخکې هم د خوګياڼو په وزيرو کې د کوکنارو د کمپاين په ترڅ کې د دولت او وسلوالو ترمنځ نښته شوې وه، چې په پايله کې يې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.