جلال اباد (پژواک، ٤ مرغومى ٩١): د لغمان چاوراکي وايي، چې په دې ولايت کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال ٢٦ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې د ګډو ځواکونو له خوا د چاڼيزو عملياتو پرمهال د دولت ٢٦ مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرحدي وايي، د دغو عملياتو له پيله تر پاى پورې اته وسلوال وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، دغه عمليات يوه اونۍ مخکې د ګډو ځواکونو له خوا د لغمان په ابوزيو، رمل، کټل، ميداني، شهيدبابا، نوره، سيدکلا، اغا کلي، بصرام او بدي اباد سيمو کې پيل شوي وو، چې په پايله کې يې دغه سيمې د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
د والي وياند وايي، د عملياتو پرمهال د ځانګړې قطعې دوه پوليس هم وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي.
د ځواک په خبره، په دغو عملياتو کې ۳ کيلو افيون له يوه موټر او يو تن سره يو ځای نيول شوي دي؛ همدارنګه ۲۲ د وسايطو ضد ماينونه او دوه فيره ميزاييل، چې د وسلوالو له لوري ځای پر ځای شوي وو، کشف او له منځه وړل شوي دي.
خو په سيمه کې د خيبر زهير په نوم يوتن، چې ځان د وسلوالو طالبانو سيمه ييز قوماندان معرفي کوى، پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې د دوى ملګرو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.