کابل(پژواک ٥مرغومى ٩١): ولسمشرحامد کرزي،د سالنګونو د لويي لارې د پراختيا د مطالعې د چارو د ژر بشپړېدو سپارښتنه وکړه .
د ولسمشر د ويندوى له دفترڅخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې د حامد کرزي په مشرۍ د سالنګونو د لویې لارې د ترمیم او پراختیا په اړه، نن په ارګ کې غونډه وشوه.
سرچينه ليکي، چې په ياده غونډه کې د مالیې، اقتصاد او فوایدعامې وزیرانو ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فواید عامې وزیر نجيب الله اوژن د غونډې ګډونوالو ته د سالنګونو د لویې لارې د بیړني، موقت او اساسي ترمیم او همدا راز د راتلونکو ٥٠ کلونو لپاره د دغې لارې د پراختیا لپاره د تخنیکي، اقتصادي او اجتماعي مطالعې په اړه ، چې د دغه وزارت لخوا ترسره شوې ده، خپل رپوټ وړاندې کړ.
سرچينه وايې، چې ولسمشر کرزيد فواید عامې د وزیر د رپوټ له اوریدو وروسته د سالنګونو د لویې لارې پراختیا د افغانستان لپاره یوه مهمه حیاتي پروژه وبلله، پریکړه یې وکړه چې د دغې پروژې د مطالعې ټولې چارې دې ډیر ژر بشپړې شي ، ترڅو د عملي کار د پیل لپاره یې په اقدام لاس پورې شي.
د سالنګونو لويه لاره، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تيريږي، د هېواد مرکز له ٩ شمالي ولايتونو سره نښلوي .
دغه لار د ژمي پر مهال ډېر ځله د واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړل کيږي او کله ، کله ددې لارې مسافر واورې ښوېيدنې له ستونزو سره مخ کوي.
د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې پر دې لاره د واورو د ښوېيدو له امله لسګونه تنه مړه او تر سلو ډېر ټپيان شول .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP