Language

 اسعداباد (پژواک، ٥ مرغومى ٩١): د کونړ چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د وسلوالو طالبانو يوه پنځه کسيزه ډله نن د سولې له بهير سره يوځاى شوه.

 د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو دغې ډلې د سولې د شورا او امنيه قوماندانۍ په هڅو خپله وسله ايښې او له دولت سره يوځاى شوې ده.

 ده زياته کړه، هغه وسلوال چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي، دولت به ورته د کار، زده کړې او عادي ژوند تېرولو اسانتياوې برابرې کړي.

 هغه له نورو وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې د سولې شورا له لارې دې له دولت سره يوځاى شي.

 د ده په وينا،يادې پنځه کسيزې وسلوالې ډلې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند په چرګل او بادرمشال سيمو کې د دولت  ضد فعاليتونه ترسره کول.

 وحيدي وايي، د کونړ له پنځو ولسواليو نه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، امنيتي ستونزې او بريدونه ١٥ سلنه کم شوي دي او که بهرنيان په بشپړه توګه ووځي، نو امنيت به لا ټينګ شي.

 دکونړ له ناړۍ ، ماڼوګۍ، څوکۍ ، پېچ درې او غازي اباد  ولسواليو څخه په روان کال کې بهرني ځواکونو وتلي دي.

 له دولت سره د يو ځاى شوې ډلې قوماندان ګل محمد پژواک ته وويل، چې دوى د بهرنيو ځواکونو د زورزياتي له امله وسله پورته کړې وه او کله چې يې له سيمې هغوى ووتل، بېرته له خپل دولت سره يوځاى شول.

 ده زياته کړه: ((داسې نور ډېر وسلوال شته چې د بهرنيو ځواکونو د بې ځايه تالاشيو او مرګ ژوبلو اړولو  له امله غرونو ته ختلي او د هغوى  او دولت پر ضد يې وسلوال فعاليت پيل کړى دى.))

 د ګل محمد په وينا، دوى باور لري، هغه وسلوال به له دولت سره يوځاى شي، چې په سيمه کې د بهرنيانو د شتون له امله د دولت مخالف شوي وو.

Related Topics