جلال اباد (پژواک ٥ مرغومى ٩١): د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې دکوکنار اړولو د کمپاين پر مهال په نښته کې پنځه وسلوال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقيوال د مرغومي په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته پرون له غرمې مخکې لس بجې پيل شوه او تر ماښام پورې يې دوام درلود.
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو او پوليس ځواکونه سيمې ته د کوکنار اړولو په موخه تللي وو، چې د وسلوالو تر بريد لاندې راغلل.
نوموړى وايي، چې په نښته کې له هوايي ځواکه هم ګټه اخيستل شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د خوګياڼو ولسوال سيد رحمن مومند پژواک اژانس ته وويل، چې په عملياتو کې پنځه وسلوال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د نښتې پر مهال څلور عام وګړي هم ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره يې ځايي کلينيک ته وړي دي.
د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جګړې له سيمې ورته څلور ټپيان ور وړل شوي، چې د دوو روغتيايي حالت نازک دى.
خو ځاى اوسېدونکى انورالحق وايي، په ياده نښته کې له هوايي ځواک نه هم کار اخيستل شوى چې له امله يې شپږ تنه ټپيان شوي او يو ماشوم وژل شوى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څه موده وړاندې هم د خوګياڼو په وزيرو کې د کوکنارو د کمپاين په ترڅ کې د دولت او وسلوالو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله يې اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.