Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل(پژواک ٥ مرغومي ٩١):دکورنيو چارو وزارت وايي،هغه ښځه چې دکابل په امنيه قوماندانۍ کې يې امريکايي سلاکار په ډزو وواژه نرګس نوميږي او ايرانۍ ده.

تېره ورځ له غرمې مخکې يوې پوليسې د کابل په امنيه قوماندانۍ کې يو امريکايي سلاکار په ډزو وواژه  او بريدکوونکې ونيول شوه .

دکورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي د ليندۍ په ٥مه خبريالانو ته وويل، ديادې پېښې په اړه د پوليسو د پلټنو په پايله کې جوته شوې،چې دغه ښځه نرګس نوميږي او  ايرانۍ ده.

د صديقي په خبره، په کابل کې د نرګس په کور کې د هغې اصلي ايرانى پاسپورټ هم د پوليسو لاس ته ورغلى دى.

ده زياته کړه، نرګس د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له يوه کارکوونکي سره څو کاله وړاندې په ايران کې واده کړى دى .

سرچينه زياتوي، چې نرګس له څه مودې راهيسې دکابل په امنيه قوماندانۍ کې د حقوقو رياست د جندر په څانګه کې د پوليس په توګه دنده لرله.

دده په وينا، نرګس په ناقانونه توګه د افغاني تذکرې په ترلاسه کولو سره د پوليسو ليکو ته لاره موندلې وه.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، نرګس غوښتل چې د کابل د امنيه قوماندان په ګډون يو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي په نښه کړي، خو په ياد شوي امريکايي سلاکار  برلاسې شوه او ويې واژه.  

دده په خبره، ورستۍ پلټنې به ددغه کار اصلي انګيزه او لاملونه  په ګوته کړي.

 صديقي وايي، چې ياده ميرمن به بل کوم هيواد ته ونه سپارل شي او په افغانستان کې به د نافذو قوانينو په رڼا کې محاکمه  شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.