Language

هرات کې د يوې سوځېدلې ښځې مړى وموندل شو

هرات ښار (پژواک ٥ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې يې د يوې سوځېدلې ښځې مړى موندلى دى.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال عبدالحميد حميدي د مرغومي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د ګذرې ولسوالۍ د سرجنګل کلي اوسېدونکو په دې اړه راپور ورکړ او وروسته يې دغه ښځه، چې سوځېدلې وه، مړه ومونده.

د هغه په وينا، مړى يې د هرات حوزوي روغتون ته لېږدولى او په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، لومړۍ څېړنې ښيي، چې دې ښځې په خپله ځان سوځولى، خو لامل يې کورنۍ تاوتريخوالى دى، چې په تړاو يې د مړې شوې مېرمنې خاوند نيولى دى.

د هرات د حوزوي روغتون اداري مدير ډاکټر محمدرفيق شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د يادې مېرمنې مړى ور وړل شوى، چې ٩٥ سلنه سوځېدلې ده.

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې د سږ کال له پيله تر دې دمه په هرات کې د تاوتريخوالي له ۱۲۰ څخه زياتې پېښې د دغه کمېسيون له خوا ثبت شوې، چې له دې ډلې ۴۳ د ځان وژنې، ۲۰ د قتل، ۱۵ د ځان سوځونې او ۱۲ نورې هم پر ښځو او نجونو د جنسي تيري پېښې دي.

د يادونې ده،د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تازه شمېرې څرګندوي، چې په روان کال کې د هېواد په کچه د تاوتريخوالي څلور زره پېښې ثبت شوې، چې د ښځو او نجونو د قتل او ځان سوځونو پېښې هم په کې شاملې دي.