Language

په هلمند کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ٥ مرغومى٩١): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې پوليسو په بېلابېلو عملياتو کې لسګونه کيلوګرمه نشه يي توکې نيولي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د مرغومي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه نشه يي توکي يې د ګرشک او مارجې ولسواليو ترڅنګ د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ګرشک ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر مهال له يوه کرولا موټر څخه ٣٨ کيلوګرامه ترياک ترلاسه شول.

نوموړي وويل، له دغو توکو سره په تړاو يو تن نيول شوى، چې عدلي ارګانونو ته سپارل شوى دى.

دغه راز نوموړي وويل، چې تېره ورځ ناوخته پوليسو د خپلو پټو معلوماتو پر بنسټ د مارجې ولسوالۍ په شنغزک سيمه له يو سراچه موټر څخه ١٨٠ کيلوګرامه وچ ترياک او يو ميل کلاشينکوف ترلاسه شول.

د هوتک په وينا، د کمين په ترڅ کې ډزې هم شوې، چې پر مهال يې د نشه يي توکو لېږدونکي تښتېدلي دي.

ده زياته کړه، چې تېره شپه په لښکرګاه کې هم د دويمې حوزې پوليسو د تلاشۍ پر مهال يو سراچه موټر له يو تن او لس کيلوګرامه کرسټالو سره نيولى دى.

 هوتک وويل، چې اوس مهال پوليسو د نورو جرمونو ترڅنګ د نشه يي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې خپله مبارزه چټکه کړې چې په ترڅ کې يې په دې برخه کې مثبت بدلون راغلى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.