Language

 مزارشريف (پژواک ٦ مرغومى ٩١): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، چې هېواد ته د راستنېدونكو افغانانو تر ټولو ستره ستونزه د سرپناه نشتوالى دى.

 د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير ډاكټر جماهير انوري د مرغومي په ۶مه په مزارشريف كې د غالۍ اوبدونکو په نوم د کډوالو له ښارګوټي د ليدنې پر مهال رسنيو ته وويل، چې د ولسمشر د ۴۵مې ګڼې فرمان له مخې يې د هېواد شمال زون ته د کډوالو د حالت د كتنې په موخه سفر كړى دى.

 نوموړي په شمال كې د راستنو شوو کډوالو حالت ډاډمن وباله خو زياته يې كړه، چې د ژوند د لومړنيو اړتياوو له ځينو ستونزو سره مخ دي.

 د هغه په وينا، ټول هېواد ته راستنېدونكي کډوال د سرپناه د نشتوالي له امله له خورا ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 د کډوالو چارو وزير وويل، چې سربېره پر يادې ستونزې شمال ته راستانه شوي کډوال د څښاك د اوبو، روغتيا، ښوونه او روزنه او د كارموندنې په برخه كې له ستونزو سره مخ دي.

 خو نوموړي زياته كړه، چې په دې وروستيو كې د نړيوالو هم دې ته پام شوى، چې په افغانستان كې د راستنو شوو کډوالو په برخه كې ډېر كار وكړي.

 د هغه په وينا، دوى هڅه كوي، چې په راتلونكو درېيو كلونو كې ۴۵۰ زره كورنۍ هېواد ته راستنې كړي.

 ډاكټر انوري وويل، چې دوى په ټول هېواد كې د کډوالو لپاره د ۴۸ ښارګوټو د جوړېدو پلان لري، چې په راتلونكو درېيو كلونو كې به يې ۲۴ ښارګوټي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې جوړ كړاى شي.

 په شمال كې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي كمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز كال تر نومبر پورې د هېواد شمال ته ۴۰۰۵ كورنۍ له بهرنيو هېوادونو راستنې شوې دي.

 د دې كمېشنرۍ وياند فهيم همدرد پژواك اژانس ته وويل، چې كه څه هم ملګري ملتونه هغو كورنيو ته چې په خپلو سيمو كې ځمكې لري، د سرپناه جوړېدو امكانات هم وركوي؛ خو بيا هم په دغه زون كې د کډوالو لپاره د سرپناه نشتوالى ستره ستونزه ده.

 

Related Topics