کابل ښار (پژواک ٦ مرغومى ٩١): جهادي رهبرانو او سياسي شخصيتونو ولسمشر حامد کرزي ته مشوره ورکړه، چې له امريکا سره بايد د ملي ګټو او ملي حاکميت په چوکاټ کې خبرې وکړي.
د تېرې لېندۍ مياشتې په ٢٥مه د امريکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر کرزي سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې هغه ته د امريکا د رسمي سفر بلنه ورکړې وه.
له ارګ څخه د مرغومي په ٦مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د هېواد د جهادي رهبرانو او سیاسي شخصیتونو غونډې، د امریکا متحده ایالتونو ته د ولسمشر کرزي د راتلونکي سفر او د سولې په اړه په قطر کې د طالبانو د دفتر په هکله خبرې وکړې.
د سرچينې په وينا، په پیل کې د ولسمشر کرزي او د ولسمشر اوباما د راتلونکې ليدنې د اجنډا ټکي د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شول او له بحث وروسته مشوره وشوه، چې ولسمشر کرزى دې د ملي حاکمیت او ملي ګټو په چوکاټ کې د امریکا له متحده ایالاتو سره دغه ليدنه ترسره کړي.
خبرپاڼه کاږي، چې د سولې د بهیر او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په اړه غونډې پرېکړه وکړه، چې دغه بهیر دې د افغان دولت او د سولې د عالي شورا تر مشرۍ لاندې پر مخ یووړل شي.
سرچينه وايي، چې په دې غونډه کې حضرت صبغت الله مجددي، پیرسیداحمد ګیلاني، د ولسمشر مرستیالانو، د ملي شورا د دواړو جرګو ريیسانو، ګل الرحمن قاضي، قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا ريیس صلاح الدین رباني، نعمت الله شهراني، اسماعیل خان، سید منصور نادري او ستر جنرال عبدالرحیم وردګ ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزى په راتلونکو نږدې څو ورځو کې امريکا ته سفر وکړي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن