Language

چاريکار(پژواک ٧مرغومى٩١): دسالنګونو پر لار د روان کال د ژمي ترپايه د لويو بار وړونکو ټېلرو تګ راتګ سر له نن څخه منع شو.  

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رييس جنرال رجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماليې، سوداګرۍ،ترانسپورټ او فوايد عامې وزارتونو نن د مرغومي په ٧مه پرېکړه وکړه، چې د ژمي ترپايه دې پر دغې لار لوى موټر تګ راتګ نه کوي.

جنرال رجب زياته کړه، چې پر دغه لاره د ٤٠ فُټو په اندازه اوږد ټېلر د تګ راتګ حق نه لري.

دده په خبره، سوداګر کولاى شي ، چې خپل مالونه د ٢٠ او ١٠فټو په اندازه داوږدو باروړنکو موټرو په وسيله انتقال کړي.

جنرال رجب زياتوي، چې د ژمي په موسم کې پر دغې لار د لويو لاريو تګ راتګ د ترافيکي پېښو دزياتوالي لامل ګرځي، له همدې امله دغه پرېکړه شوې ، ترڅو د ترافيکي پېښو، د سړکونو د خرابوالي او د مسافرو پر مخ د لارې د تړلو مخنيوى وشي.

دغلام حضرت په نوم يوتن ، چې د سالنګ په لاره ټيلر موټر چلوي او نن يې د جنوبي سالنګ په لاندۍ برخه کې خپل ټېلر درولى و، پژواک ته وويل، چې دوى ته خبر ورکړل شوى،چې پر دغه لاره موټر ونه چلوي.

دغه راز د امير محمد په نوم يوتن ، چې د بغلان ولايت اوسېدونکى دى او پر دغه لاره سراچه ډوله موټر چلوي وويل،چې له لويو لاريو څخه په تکليف دى او زياتره وخت ددغو لاريو د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ترافيکي پېښې رامنځته کيږي .

دده په خبره، زياتره وخت د لويو لاريو له امله دغه لار په ساعتونو بنده وي.

دا په داسي حال کې ده ، چې درې ورځې وړاندې د فوايدعامې وزارت د نورو لارو په شمول په سالنګونو کې د جدي تدبير نيولو خبر ورکړى او ويلي يې وو، چې سږکال ژمى به په سالنګونو کې  زياتې ستونزې نه وي.

  د سالنګونو لويه لاره، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تيريږي، د هېواد مرکز له ٩ شمالي ولايتونو سره نښلوي .

 دغه لار د ژمي پر مهال ډېر ځله د واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړل کيږي او کله ، کله ددې لارې مسافر واورې ښوېيدنې له ستونزو سره مخ کوي ، چې د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې پر دې لاره د واورو د ښوېيدو له امله١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شوي وو.

Related Topics