Language

د فقر له امله پلورل شوې ماشومه خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه

چاريکار:(پژواک ٧مرغومى ٩١):د پروان په مرکز چاريکارو کې يوې کورنۍ د فقر له امله  خپله ماشومه لور وپلورله ، خو د  ولايتي شوراپه هڅو پلورل شوې  ماشومه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

ددې ماشومې مور، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاوخوا يوه اونۍ مخکې يې خپله د درېيو مياشتو  لور د ٧٠٠٠ افغانيو په بدل کې پر خپل يوه ګاونډي وپلورله.

دغه کورنۍ د چاريکارو د لومړۍ حوزې اړوند سيمه کې په يوه کرايي کور کې ژوند کوي .

د يادې ماشومې مور د دې کور په هغه خونه کې له پژواک خبري اژانس سره  خبرې کولې ، چې په زاړه ګليم او  زاړه ايراني موکت فرش وه  ، پردې يې نه لرلې او په منځ کې يې وړه صندلۍ اېښې وه. 

   هغې وويل : ” يوه مور نه غواړي چې خپل  ګران اولاد وپلوري ، خو ډېر فقر او بېچارګي وه ، شيدې مو نه شواى ورته اخيستى ، وډار شوو چې مړه نه شي ، ځکه مو وپلورله . “

دې چې ياده ماشومه يې په غېږ کې وه او چادري يې پر سره وه ،  په ژړا شوه او ويې ويل  ،  له ګدايي کولو يې دا غوره وبلله ، چې خپله  لور وپلوري

دا وايي، چې ددې ماشومې په ګډون ، درې لوڼې او درې زامن لري او ١٢کلنه لور يې د اولادونو مشره ده .

هغې ويل ،چې ٤٠ کلن  مېړه يې د اقتصادي ستونزو او  بېکارۍ له امله په رواني ناروغۍ اخته دى او څه موده مخکې اړ شول، چې د کور د اړتياوو لپاره له خپل يوه ګاونډي څخه ٤٠٠٠ افغانۍ پور کړي.

دې وويل،چې څه موده ورو سته يې بيا پيسو ته اړتيا پيدا شوه او ياد شوي ګاونډي يې  چې ښځه لري ، خو اولاد نه لري، ورته وويل چې ٣٠٠٠ افغانۍ به نورې  هم ورکړي، خو په بدل کې دې ياده ماشومه پرې وپلوري .

دغې مور په ژړا ، ژړا کې ويل : “موږ هم اړ شوو ٣٠٠٠ افغانۍ مو نورې ترې واخيستې او په بدل کې مو دغه ماشومه ورکړه .  “

دې وويل، چې د پروان ولايتي شورا ياده ماشومه  د هغې تر پلورلو يوه ورځ وروسته، بېرته د دوى له ياد شوي ګاونډي څخه واخيسته او خپلې کورنۍ ته يې وسپارله.

هغې له ولايتي شورا څخه مننه کوله ، چې هم يې د هغوى ماشومه لور  بېرته ورته وسپارله او هم يې يوه اندازې مرستې ورسره کړې دي .

دغه مور او ياد  اولادونه يې  ناروغ وو  او پر له پسې ټوخى يې درلود.

 دې په داسې حال کې، چې ويل يې د درملنې لپاره پيسې نه لري ، له دولت څخه وغوښتل، چې مرستې ورسره وکړي .

د پروان د ولايتي شورا غړي عبدالظاهر سالنګي پژواک ته وويل، چې شورا له يادې پېښې تر خبرېدو وروسته له له هغه کس سره  اړيکه ونيوه، چې ياده ماشومه يې  پېرلې وه .

هغه وايي، چې شورا ياده ماشومه خپله کورنۍ ته وسپارله او ده   هغه کس ته ٧٠٠٠ افغانۍ  ورکړې ، چې دغه ماشومه يې پېرلې وه.

سالنګې ، چې  د ماشومې  له کورنۍ سره يې د يوه اندازه ذغالو مرسته هم کړې ده وايي، چې د شورا په هڅو له پېښو سره د مبارزې رياست شپږ ٢٥ کيلويي کڅوړې وريجې او سرې مياشتې شپږ ٥٠ کيلويي کڅوړې غنم د ددې ماشومې  له کورنۍ سره مرسته وکړه.

هغه وويل، ولايتي شورا  له دغې  کورنۍ سره د ژمنيو کاليو مرسته هم وکړه او  د دې کورنۍ  د کور مياشتنۍ ١٥٠٠ افغانۍ کرايه يې  هم پر غاړه اخيستې ده .

Related Topics