Language

له چاودېدونکو توکو ډک موټر ونيول شو

چاريکار(پژواک ٧مرغومى ٩١): د پروان  په سياه ګرد ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له دوو تنو سره ونيول شو.

د پروان د والي وياندې روشنا خالد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد شوي “سوپرکيشټم” موټر کې دوه نيم ټنه چاودېدونکي توکي وو او ورسره نيول شوو کسانو د هېواد شمالي ولايتونو ته د ورانکاره کړنو په موخه لېږدول.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ملي امنيت رياست کارکوونکو دغه موټر او ورسره دوه تنه نن (د مرغومي ٧ مه) له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د سياه ګرد ولسوالۍ د جوى دختر په سيمه کې نيولى دى.

د ده په وينا، له موټر څخه تر لاسه شوو چاودېدونکو توکو څخه د ځانمرګو بريدونو په واسکټونو او ماينونو کې کار اخېستل کيږي.

هغه وويل، چې نيول شوي کسان د سياه ګرد د وازغر او سرخي د سيمو اوسېدونکي دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

 

Related Topics