غزني ښار(پژواک، ۷ مرغومی ۹۱) په غزنې کې نږدې ۱۵۰۰ مېرمنې دخیاطۍ له کورسونو څخه له زده کړې وروسته نن فارغه شوې.
چارواکي وايي، چې دغو مېرمنو دکار اوټولنیزوچارو ریاست له لوري او د نړيوال خوراکي پروګرام (WFP)په مرسته اووه مياشتنۍ زده کړې کړې دې.
دکار او ټولنیزو چارو ريیس عبدالکریم نورزي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږکال په غزني کې دخیاطۍ په برخه کې (۷۵) کورسونه جوړ شوي و، چې په هر کورس کې نږدې شل میرمنې شاملې وې ، چې ورته د ۱۰۰ ښوونکوله لوري زده کړې ورکول کېدې.
نوموړي زياته کړه، چې هرې ښوونکې ته په میاشت کې ۱۰۰ کیلوګرامه غنم، ۷ کیلوګرامه غوړي، دال او مالګه هم ورکول شوي ، چې ددغو موادو نیمايي يې پر يادو ۱۵۰۰ میرمنوباندې هم ویشل شوي دي.
نورزي زياته کړه، نن ددغو کورسونو د پاى په مراسمو کې هرې ښوونکې ته یو د خیاطۍ ماشین، یو وتو او یوه دانه قيچې هم ورکړل شول، ترڅودغه ښوونکې وکولای شي ددې وسایلو په وسيله خپلې ورځنۍ چارې پرمخ یوسي او ددې ترڅنګ نورو میرمنوته هم زده کړه ورکړي.
سهیلا چې د خياطۍ له کورس څخه فارغه شوې، وويل چې داسې کورسونه کولای شي دمېرمنوپه ژوندکې مثبت بدلون راولي.
نوموړې زياته کړه: (( اوس زه کولای شم دمېرمنو، نارینه وو، ماشومانو کالي جوړکړم، داکورس ډیرګټوروو یو خو داچې دمېرمنوله لوري موږته زده کړې راکول کېدې اوبل داچې دکورس ترڅنګ مو مرسته هم ترلاسه کوله.))
ددې کورس یوې ښوونکې مریم وویل: ((په دې کورس کې مېرمنودنارینه وو، ښځینه وو کالي ګنډل او همداراز دبړستنو، نالیوګنډل هم زده کړل ، اوس هغوى کولای شي چې له ښوونکې پرته نورومیرمنوته درس ورکړي.))
هغې غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې هم مېرمنوته داسې ورته کورسونه جوړ کړي، څو دوی وکولای شي خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
دغزني د والي مرستیال محمدعلي احمدي ددې مېرمنودفارغېدوپه غونډه کې هم وویل، چې بایددکار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري نورهم داسې کورسونه پرانیزي ،څو دغزني بې وزله مېرمنې وکولای شي له دې لارې دخپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړي.
نوموړي زیاته کړه: (( باید کوښښ وشي ، چې هغو مېرمنوته زده کړې ورکړل شي، چې بې وزله وي، او سرپناه ونه لري.))
خو دکار او ټولنیزو چارو ريیس وايي، چې په راتلونکي کال کې هم په پام کې لري، چې په غزني کې دبې وزلو مېرمنولپاره داسې ګټور کورسونه پرانیزي.
د يادونې ده، چې نږدې یوه میاشت وړاندې هم دغزني دښځوچارو ریاست له لوري نږدې ۵۰ مېرمنې له حرفوي زده کړوڅخه فارغې شوې وې.