لښکرګاه (پژواک ٧ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په په هلمند او ننګرهار ولايتونو کې په بېلابېلو عملياتو کې پوليسو سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د مرغومي په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته پوليسو د لښکرګاه د بولان په سيمه کې د معلوماتو پر بنسټ په يوه مازدا موټر کې دوه تنه له ٤٨٠ کيلو ګرامه وچو ترياکو او ٢٩ کيلو ګرامه هيرويينو سره نيولي دي.
د هغه په وينا، نيول شوي نشه يي توکي په موټر کې په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى شوي وو او پر سر يې نور خوراکي توکي ايښودل شوي وو.
نوموړي زياته کړه، چې پوليس يې اوس مهال په خپلو دندو کې مسلکي شوي دي، له خلکو سره يې اړيکې زياتې شوي او له همدې امله په پرله پسې ډول د جرمونو په مخنيوي کې بريالي کيږي.
الهام وويل، چې نيول شوي کسان عدلي ارګانونو ته سپارل شوي او هغه نشه يي توکي به، چې په تېرو څو مياشتو کې نيول شوي، په يوه ټاکل شوي وخت کې وسوځوي.
بل خوا د ګرشک ولسوالۍ امنيه قومانداان سمونمل ښادي خان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې پوليسو د دغې ولسوالۍ په يوه کنډواله کور کې ٢٠ کيلوګرامه لامده ترياک ترلاسه کړي دي.
د ده په خبره، چې له نيول شوي توکو سره يې په تړاو څوک نه دي نيولي، خو پلټنې روانې دي.
د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې هم په هلمند ولايت کې پوليسو په بېلابېلو عملياتو کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي تر لاسه کړي وو.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې سرحدي پوليسو ٨ سوه کيلو ګرامه اومه چرس نيولي دي.
په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون اداري مرستيال سمونوال ذبيح الله قاضي زاده پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د پچيراګام ولسوالۍ په بنګزار سيمه کې دغه چرس نيولي دي، چې غوښتل يې پاکستان ته يې قاچاق کړي.
د هغه په وينا، د نيول شوو چرسو په تور تراوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.